نړۍ

د ایران او امریکا جنجال؛ احتمالي هوکړه به په دوو پړاوونو کې عملي شي

د ایران او امریکا جنجال په داسې حال کې د نوې مرحلې پر لور روان ښکاري چې ډیپلوماتیکې سرچینې وایي، د واشنګټن او تهران ترمنځ احتمالي توافق به په دوو جلا پړاوونو کې نهايي او عملي شي.

د سرچینو په وینا، په لومړي پړاو کې به دواړه لوري د یوه تفاهم‌لیک لاسلیک وکړي او ټاکل شوې پاکستان هم د شاهد هېواد په توګه د لاسلیک په مراسمو کې ګډون ولري.

د ایران او امریکا جنجال؛ د اتومي مذاکراتو تمرکز پر څه دی؟

تر دې وړاندې امریکايي رسنۍ «اکسیوس» د باخبره چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې ایران او امریکا د یوې ابتدایي هوکړې پر مهمو مواردو سلا شوي، خو دا توافق لا هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي تایید ته اړتیا لري. د ایران او امریکا جنجال

راپور زیاتوي چې د راتلونکو ۶۰ ورځو مذاکراتو اصلي تمرکز به د ایران پر اتومي پروګرام وي. سرچینې وایي، که هوکړه عملي شي نو پر ایران لګېدلي ځینې سمندري بندیزونه به هم نرم یا لرې کړل شي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، ایران ژمنه کړې چې د اتومي وسلو د جوړولو هڅه به نه کوي او همداراز به د ۳۰ ورځو په موده کې د هرمز تنګي د ماین پاکۍ بهیر بشپړ کړي.

ټرمپ د وروستي تصمیم لپاره وخت غواړي

د راپورونو له مخې، د هوکړې مسوده د سې‌شنبې په ورځ بشپړه شوې، خو د دواړو هېوادونو مشرانو لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

دا هم ولولئ:  د پاکستان محکمې پوځ ته اجازه ورکړه چې د عمران خان پلویان محاکمه کړي

سرچینې وایي، ډونالډ ټرمپ منځګړو ته ویلي چې د هوکړې د جزییاتو ارزونې لپاره څو ورځو نور وخت ته اړتیا لري.

د ایران او امریکا جنجال وروسته له هغې نور هم توند شو چې امریکا او اسرائیل د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران سیاسي او پوځي فشارونه زیات کړل. له هغه وخت راهیسې د سیمې امنیتي وضعیت هم ترینګلی پاتې شوی دی.

سیاسي شنونکي باور لري، که واشنګټن او تهران وروستۍ هوکړې ته ورسېږي، نو دا به نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمېدو لامل شي، بلکې د منځني ختیځ پر امنیتي وضعیت به هم مستقیم اغېز ولري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button