Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمه

د ایران د مذهبي مشر سپارښتنه؛ پر اسرائیل نېغ په نېغه برید وکړئ

ډېر احتمال دادی چې ایران د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غچ کې پر اسرائیل مخامخ برید وکړي

د ایران مذهبي مشر خامنه‌ي پوځ ته امیر کړی چې پر اسرائیل مخامخ برید ته دې تګلارې چمتو کړي.

نیویارک‌ ټایمز ورځپاڼې د درېیو ایراني چارواکو له قوله لیکلي، چې علي خامنه اي سپارښتنه کړې، د اسماعیل هنیه د وژلو په غچ کې دې د اسراییل پر پوځي موخو نېغ په نېغه بریدونه وشي.

د دغه راپور له مخې، خامنه‌اي دغه سپارښتنه د ایران د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې چې د چهارشنبې په سهار (د زمري په ۱۰مه) د هنیه تر وژلو وروسته جوړه شوې وه کړې ده.

نیویورک ‌ټایمز لیکلي، خامنه‌اي له سپاه پاسداران او پوځ څخه غوښتي چې پر اسراییل د برید لپاره دې لازمې تګلارې چمتو کړي.

پر ایران د اسرائیل او امریکا برید

ایراني مشر دا رنګه پر ایران د اسراییل او امریکا د شوني برید لپاره د لازمو دفاعي تابیاو غوښتنه هم کړې.

نیویارک ټایمز دا رنګه په خپله لیکنه کې زیاته کړې دا مالومه نه ده، چې ایران به په تهران کې د هنیه د وژلو په غچ کې څومره بېړه وکړي او ایا د نورو بریدونو د مخنیوي لپاره به کوم ګام واخلي او که نه.

دغې ورځپاڼې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي، چې د ایران پوځي قوماندانان پر تل ابیب او حیفا پر پوځي موخو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د یو ګډ برید لپاره پر ارزونو بوخت دي؛ خو هڅه کوي چې ملکي هدفونه په نښه نه شي.

نور ولولئ: طالبان: پر اسرائیلو د ایران برید مشروع دفاع ده

نور ولولئ: د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

نور ولولئ: امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

سرچېنو دغې ورځپاڼې ته ویلي، چې د پام وړ یوه لاره د ایران او په یمن، سوریې او عراق کې د هغه هېواد د نیابتي ډلو همغږي بریدونه دي چې تر ډېره به ښه اغېز پرې باسي.

afghan 2024 08 01t085924.745
د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه ي او د حماس دفتر سیاسي مشر اسماعیل هنیه

حماس د چهارشنبې په ورځ ومنله، چې اسماعیل هنیه په تهران کې د خپل استوګنځي د ننه د یو توغندي د لګېدو له امله وژل شوی دی.

د اسرائیل برید په اړه د ایراني چارواکو هیښتیا

نیویارک ټایمز لیکلي، چې دغه برید او وژنې ایراني چارواکي هیښ کړي او هغه یې پر خپلو سرو کرښو ښکاره تېری بللی دی.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې، د هنیه له ترورولو وروسته د ایران د اطلاعاتي دستګاه کمزورتیا بربنډه شوه او د دغه هېواد هغه ډاډ چې ایراني چارواکو به تل پر خپلو اطلاعاتي ادارو لاره هغه یې هم کمزوری او تر پوښتنې لاندې راوست.

دغې ورځپاڼې لیکلي، چې هنیه او نور مهم مېلمانه د سپاه پاسداران پر یو امن مېلمستون کې د امنیتي شدیدو تدابیرو سره، سره په پلازمېنه کې اوسېدل چې پرې برید وشو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button