د ایکو سازمان غونډه کې د افغانستان اقتصادی وضیعت په اړه خبرې شوی
افغانستان –
د ایکو سازمان غونده کې د افغانستان په تړاو خبرې کړی خو افغان استازی پکې شتون نه درلوده د اقتصادي مرستو سازمان ایکو د غړو هېوادونو استازو یکشنبه د ترکمنستان مرکز عشق اباد کې خپله پنځلسمه ناسته کې د افغانستان پر روان اقتصادي او بشري کړکیچ خبرې کړی .
خو سږ کال د افغان دولت په استازیتوب یی هیڅ چاته بلنه نه ده ورکړی. د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي یادې ناستی ته ویلی چی د افغانستان د وګړو شتمنۍ کنګل کول د ژمي له سړی هوا سره هم خورا درد لري. نوموړي د افغان دولت هغو لس میلیارده ډالرو ته اشاره وکړه چې د طالبانو له واک څخه وروسته د امریکا او اروپایي ټولنې له اړخ کنګل شوي. ایراني ولسمشر ویلی د ژمي له راتلو سره سم د افغانستان وګړي د بل هر وخت ډېر اقتصادي همکاریو او سون توکو ته اړ دی.
نوموړی زیاته کړه ایکو سازمان په تېرو شلو کالو کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ وده کې همکاری کړې او باید اینده کې هم دی همکاریو ته جریان ورکړی .ابراهیم رئیسي همدا رنګه وعده کړی چې ایران د افغانستان وګړو سره هر ډول همکاری کړی په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو زدکړو برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دی د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د شنبې پر ورځ یادې غونډې ته ویلی چی په سیمه کې د انرژۍ د لېږلو پروژو لپاره سوله او امنیت مهم دي.
دا هم ولولئ | طالبان:د کوکنارو کښت باید بدل شي
ښاغلی قریشی ویلی چی د ټاپي ګازو نل لیکې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې او همدا رنګه د ترمز-مزار شریف او د کابل-پېښور ترمنځ د ریل ګاډو پټلیو پروژو لپاره افغانستان سره بیړنۍ همکاری وشي .نوموړی ویلی د سیمې هېوادونه باید طالبان وهڅوي چې ټولشموه حکومت جوړ کړي بشري حقوقو او د ښځو حقوقو ته احترام وکړي.
او همدارانګه افغانستان کې د پوره امنیت لپاره د ترهګرو پر ضد کارونه وکړی او زیاته کړی چی افغانستان کې د امینت لپاره د شپږو ګاونډیو هېوادونو هغه غونډی چې پاکستان پیل کړې یو اغېزناکی چاری دی.