نړۍ خبرونه

د ترکیې ټاکنې: وروستۍ پايلې او ګټونکی به په دويم پړاو کې روښانه شي

د کابو ټولو رایو په شمېرلو سره، ښکاري چې نه ولسمشر رجب طیب اردوغان او نه یې هم اصلي ټاکنیز سیال کمال قلیچدار اوغلو ۵۰ سلنه رایې ترلاسه کړې دي

د تایید په صورت کې به دا لومړی ځل وي چې ښاغلی اردوغان به د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو کې رایې اچولو ته اړ ایستل کېږي.

د څه باندې ۹۰ سلنه رایو تر شمېرلو وروسته لا هم د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې روښانه نه دي.

نور ولولئ: ښایي ترکیه له امریکا څخه ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکي ونه پیري

په پام کې ده چې د عدالت او پراختیا ګوند پارلمان کې خپلې ۲۸ څوکۍ له لاسه ورکړي.‌

د ترکیې د ټاکنو عالي شورا مشر احمد ینر ویلي: د څه باندې ۹۱٫۹۳ صندوقونو رایې پرانیستل شوې چې په وینا یې په دې بنسټ اردوغان ۴۹۹٫۴۹ سلنه او قلیچدار اوغلو ۴۴٫۷۹ سلنه رایې خپلې کړې دي. نوموړي وویل د رایو شمېرل لا هم دوام لري، خو دا یې ونه ویل چې ایا ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې شي او که نه.

په پام کې ده چې نوموړی به د رایو تر شمېرل کېدو وروسته وروستۍ پایلې اعلان کړي، خو لا روښانه نه ده چې کله به یې اعلانوي.

په ورته وخت کې رجب طیب اردوغان انقره کې د خپل واکمن ګوند د دفتر مخکې پلویانو ته وینا کې وویل “که څه هم وروستۍ پایلې لا نه دي اعلان شوې، موږ تر ډېره حده مخکې یو.

نور ولولئ: افغان مېرمنې په ترکیه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ګاڼې مرسته کوي

‌نوموړي پر خپلو مخالفانو د خلکو د تېر ایستلو تور لګولی دی.

د کمال قلیچدار اوغلو ځواب

د اردوغان ټاکنیز سیال کمال قلیچدار اوغلو په ځايي وخت سهار ۳ بجې د دولت د مخالفو مشرانو تر څنګ بیانیه ورکولو کې وویل: “ټاکنې له برنډې نه بریالۍ کېږي، که زموږ ولس د دویم ځل ټاکنو اړتیا ولري. موږ به قطعا په دویم پړاو ټاکنو کې بریالي شو. اردوغان چې له خلکو د باور د کومو رایو تمه لرله، وانخیستې.”

ښاغلي اوغلو زیاته کړه، د خوشالۍ خبره ده چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه نژدې ۹۰ سلنې ته رسېدلې وه.

د ترکیې په معاصر تاریخ کې دا تر ټولو مهمې ټاکنې بلل کېږي

په دغه ټاکنو د ترکيې خلک به پرېکړه کوي چې ايا اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوګان چې له تېرو شلو کلونو په واک کې دی يو ځل بيا ولسمشر کړي که نه.

نور ولولئ: په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د مړو شمیر تر ۵۰ زرو واوښت

د نوموړي اصلي سيال کمال قليچدار اوغلو ژمنه کړې چې د ۲۰۱۶ کال له ناکامې کودتا وروسته ولسمشر ته ډېری ورکړل شوي واکونه بېرته واخلي.

ښاغلی قليچدار اوغلو د يوه پراخ اپوزيسیون ائتلاف مشر دی چې د رجب طیب اردوګان تر څنګ په دې ټاکنو کې د بريا لوی چانس لري.

په ترکيه کې ۶۴ ميليونه وکړي د رایې ورکولو وړ دي او نن د پارلمان د ۶۰۰ څوکيو لپاره هم رايه اچوونه ترسره شوه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button