د تصوف او فلسفې تر منځ اړیکې
په دې لیکنه کې د تصوف او فلسفې تر منځ پر اړیکو بحث شوی دی
د تصوف او فلسفې تر منځ د کرښو او اړیکو په اړه باید ووایو چې د دغو دواړو موخه د هستۍ د حقیقت موندل او پېژندل دي او دا حقیقت پرته له تفکر څخه ناشونی وي، نو ځکه د دې دواړو لارو لارویان هم لومړی په کایناتو کې تفکر کوي، یعنې د دواړو د حقیقت موندنې سرچینه کاینات او فطرت دی؛ خو تر ډېره بریده بیا د دې حقیقت موندنې پایلې دواړو ته بېل بېل څه ور په ګوته کوي. فیلسوفان یوازې د واقعاتو لاندې چې کوم ترتیب او تنظیم موجود وي، هغې ته رسېږي او صوفیان یې بیا پر عکس د ترتیب او تنظیم موندنې تر څنګ آن د پنځګر تر ذاته پورې سیر کولای شي.
د خپل عقل او فکر څخه کار اخیستل
نو په دې توګه د تصوف او فلسفې ترمنځ کرښې هم په طرز او اسلوب کې تر سترګو کېږي او هم په سوژه او سکالو کې؛ د طرز او اسلوب له مخې فلسفه پر استدلال او منطق سره غواړي چې دغه (حقیقت) پرته له دې چې ورسره یو ځای شي وپېژني او تصوف یې پر عکس غواړي چې د شهود او کتنې په مرسته یې هم ومومي او هم ورسره یو ځای شي.
نور ولولئ: علامه سید جمال الدین افغان او د هغه موخې
نور ولولئ: د مطالعه کول د نیچه، شوپنهاور او ژاک دریدا له نظره
فیلسوفان د هستۍ د دې حقیقت د موندنې لپاره له خپل عقل او فکر څخه کار اخلي او صوفیان بیا په دې برخه کې عقل مردود ګڼي او د خپل زړه په نغوته او لارښوونه عمل کوي. نو له دې مخې تصوف او فلسفه دواړه د انسانانو سره د حقیقت په موندنه او پېژندنه کې مرسته کوي؛ خو فلسفه په دې برخه کې یوازې نظریې ورکوي او تصوف بیا پکې عملي درس. یعنې فلسفه تیوریکي اړخ لري او تصوف عملي. نو کله چې د هستۍ پر حقانیت د دې دواړو یقین راشي، نو د فیلسوف یقین به علم الیقین او د متصوف یقین به عین الیقین او بالاخره حق الیقین وي.
یقین درې مرحلې لري.
۱ـ علم الیقین ۲ـ عین الیقین ۳ـ حق الیقین
د یقین دا درې واړه ډولونه که چېرته په یوه مثال کې واضح کول غواړو، نو ښایي ووایو چې د علم الیقین مثال دا دی چې کله یو څوک د باران توره ورېځ ووینې، نو د باران په ورېدو یې یقین راشي، دا یقین یې په بشپړ ډاډ او اطمینان سره نه وي، یعنې کېدای شي باران وشي او یا ونه شي، یوازې د ورېځو په لیدلو ده ته د باران د ورېدو علم حاصل شو، دې ډول یقین ته علم الیقین ویل کېږي؛ خو هغه وخت چې شخص په کوټه کې ناست وي او د کوټې پر بام یې د باران څاڅکي ولګېږي، یا له کړکۍ نه د باران څاڅکي په خپلو سترګو وویني، نو دې ډول یقین ته عین الیقین ویل کېږي. خو هغه وخت بیا چې همدغه شخص بېرون ته ووځي او د باران څاڅکي خپله پر ده ولګېږي او لومد یې کړي، نو د باران د ورېدلو حقیقت ومني او د حق الیقین مرحلې ته ورسېږي.
فلسفه پر تصوف یوه دا ښېګڼه لري، چې پکې لوستي او لیدلي مسایل کولای شې له نورو سره شریک کړې، خو په تصوف کې دا چاره ناشونې ده، ځکه صوفي د حقیقت په موندنه کې له یو لړ داسې مشاهدو او تجربو سره مخامخ کېږي، چې پر ژبه یې راوړل ناشوني وي او که څوک یې د بیانولو او اظهار هڅه وکړي، نو د منصور حلاج په څېر به د دار سره مخامخ شي.
دا او دې ته ورته ډېر توپيرونه او مشابهتونه د تصوف او فلسفه ترمنځ لیدل کېږي، چې لا ډېرو څېړنو او پلټونو ته اړتیا لري؛ خو دمګړۍ به موږ او تاسې پر همدې بسنه وکړو.