د جنسي کمزورۍ د مخنیوي ۵ لارښوونې
نوي څېړنې د جنسي کمزورۍ مخنیوي لپاره ۵ اغېزناکې لارښوونې وړاندې کړي دي
که چېرته ځوان نسل پوه شي چې څنګه د خپلې جینسۍ کمزورۍ درملنه وکړي، کولی شي چې په فزیکي فعالیتونو سره دا ستونزه هواره کړي. په دې ورځو کې په هرو لسو کسانو کې یو یې له جنسۍ ناروغۍ کړېږي.
نور ولولئ: د جنسي اړیکې پر دغو رازونو پوهېدی؟
دا ستونزه په هغو کسانو کې عامه ده چې د خپل د ژوند له شریک سره جنسي اړیکې لري. بل هغه څوک په دې ناروغۍ بیخي ډېر اخته کېږي چې لوڅې ویډیوګانې ګوري او داسې نور اعمال کوي، خو سره له دې دلته داسې لارې چارې شته چې درملنه یې اسانه کېدلی شي.
دا پنځه لاملونه که تاسو درملنه کړی نو کولی شی چې د جنسي کمزورۍ مخه ونیسی:
۱. رواني ستونزې:
که چېرته تاسو رواني مشکل لری، نو دا ستاسو پر جنسۍ کمزورۍ نېغ په نېغه اغېز لري او تاسو باید د رواني ناروغیو متخصص سره وګوری تر څو مو ددې ناروغۍ درملنه وکړي. دغه متخصص کولی شي چې تاسو اوسنی حالت تغیر کړي او کله چې دا کار وشي، نو ته به وګورې چې د خپل د ژوند له شریک سره به خوندورې جنسي اړیکې ولرې، ځکه رواني متخصص ستاسو اندېښنې راکموي او که اندېښنې کنترول شي، نو کېدای شي ستاسو د جنسي کمزورۍ سبب شي.
نور ولولئ: د لومړنۍ جنسي اړیکې نیولو په باره کې ځینې لارښوونې
۲. د ساه اخیستي تمرینونه:
د ساه اخیستلو منظم تمرین تاسو سره د جنسي کمزوریو (لکه ژر انزالېدل) د اغېزو په مخنیوي کې مرسته کوي. که چېرې ته د جنسۍ کمزورۍ له ستونزې سره مخامخ وې، نو اړتیا ده چې ددې مخنیوی په خپله وکړې او په ځان کې بدلون راولې.
که چېرته ستاسو وزن زیات وي، نو تمرین وکړی او خپل وزن مو کنترول کړی او غزايي رژیم تطبیق کړی. تاسو منډې ووهی او نور تمرینونه وکړی چې ساه مو ښه او وجود مو عیار شي.
۳. له درملو کار اخیستل:
د جنسي ناروغیو د درملنې لپاره ډاکټر ځانګړې درمل توصیه کوي. دا درمل په وجود کې د ضایعاتو مخه نیسي چې په پایله کې یې جنسي کمزوري له منځه ځي او له دې سره ستاسو د پروستات ستونزه هم له منځه وړي. له بله پلوه دغه درمل د جنسي قوت سبب هم کېږي.
۴. د مناسبو خوړو خوړل:
ځینې خواړه ددې لامل کېږي چې جنسي کمزوري مو راکمه کړي او دا یې ښه طبیعي لاره ده. هګۍ د پروټینو لویه سرچینه ده. دارنګه د خوړو تولیدي سیستم ټي هرمون ته انرژي ورکوي او پر دې سربېره له جنسي شریک سره په یو ځای کېدو وخت کې ستاسو وړتیا مخ پورته وړي. شات، کیوي او نور خواړه هم موثر دي.
۵. د الکولو او سګریټ څکول پرېښودل:
که څوک شراب، سګریټ او نورې نشې کوي، کېدای شي دوی له جنسي کمزوریو سره مخامخ شي، نو ددې په پرېښودو سره کولی شی چې ځان له جنسي کمزورۍ خوندي کاندی او ښه ژوند ولری.