نړیوال خبرونه

د جینکو د ښونځیو پره پرانیستلو د سیاسیونو ټینګار

د هر انسان بنسټیز حق

پخواني ولسمشر حامد کرزي زده کړه د هر انسان اساسي حق بللی او له سرپرست حکومته يې غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزي یو ځل بيا د خپل ټوېټر پر پاڼه له دیني عالمانو او قومي مشرانوغوښتې چې زده کوونکي په تېره بیا نجونې زده کړو ته وهڅوي. هغه له سرپرست حکومته غوښتي دي،چې د نجونو ښوونځي پرانېزي

پخوانی ولسمشر حامد کرزي پر ټویټر لیکلي: «ښوونې او روزنې ته لاسرسی یو له تر ټولو بنسټیزو بشري حقونودی،چې ملتونه سوکالۍ او هوساینې ته رسوي. 

د هیواد دیني عالمان

هیله لرم چې د هېواد دیني عالمان، قومي مشران او مخور نجونې او هلکان دواړه زده کړې او تحصیل ته لا وهڅوي. په دې لړ کې پر سرپرست حکومت غږ کوم چې په ټول هېواد کې د نجونو متوسطې او لېسې پرانېزي او د وطن د بچیانو لپاره د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي، څو وکړای شو ټول د دوی د پیاوړو مټو په زور پرمختګ او نیکمرغۍ ته ورسېږو.

نور یی ولوله | پاکستان افغانستان د ټرانریټ لپاره اسنتیاوې رامنځته کوي

نور یی ولوله | د بشري حقونو د څار سازمان افغانستان کې د بېنېټ د ماموریت د غځېدو غوښتنه

بل خوا یو شمېر زده کوونکې نجونې وایي، ښووونځي دوی ته یوازې د زده کړې د ځای په معنی نه دی، بلکې دوی د وینا د مهارتونو، د ژوندانه د ادابو او د چال چلند د زده کولو په څېر د ټولنیزو مهارتونو له زده کولو هم بې برخې شوې دي.

د لسم ټولګې زده کوونکې  پروانه وايي: «هیله لرم چې اسلامي امارت د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي.

څنګه درس ورکول او څنګه کار کول

د اتم ټولګي یوه بله زده کوونکې وايي: «ډېر زیان ورته رسېږي، کله چې ښوونځي ته ښوونکي ورته ډېر څخه زده‌کوي، د بېلګي په ډول د خبرو کولو طرز زده کول، درس ویلو طرز او کار کولو طرز، له هر څه پاتې کېږي بل خوا د افغان نجونو او ښځو لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې وایي،چې افغانستان په نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی،چې نجونو ته پکې د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي

د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي: «افغان نجونو لاهم زده کړو ته له لاسرسي محرومې دي. هېڅ هېواد د زده کړو په برخه کې د خپلو لوڼو مخه نه نیسي. افغان نجونې دا هیله لري،چې وکړای شي له خپلو وروڼو سره ښوونځې ته ولاړې شې او د افغانستان له راتلونکې سره مرسته وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button