نړیوال خبرونه

د خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونونو د زده کړیالانو ۵۰ سلنه کمښت

په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو او ځينې مسوولان او استادان وايي شونې ده چې د اقتصادي ستونزو له امله ځينې پوهنتونونه وتړل شي. 

دوی په شدت سره د ځينو خصوصي پوهنتونونو د زده کړیالانو له کمېدو اندېښمن دي. د قلم پوهنتون رییس ګل رحمان قاضي وویل:«زده کړو ته د ځوانانو نه لېوالتیا ده، د خپل راتلوونکي په هکله بې باوره شوي او د دغو ستونزو ترڅنګ اقتصادي ستونزې دي چې د پوهنتون فیس نه شي ورکولای. د پوهنتون استاد حبیب الله هم وايي:«اقتصادي، سیاسي کړکېچونه، په سیمه او چاپېریال کې اختلافونه او شخړې، دا ټول هغه لاملونه دي چې زده کړیالان زده کړې ونه کړي او ګوښه شي.                 

استاده ساره


د پوهنتون یوه بله استاده ساره هم څرګندوي:«د دې لومړی لامل اقتصادي کړکېچ ته دی چې زموږ ټولنه ورسره مخ ده او نن هېڅ داسې دنده چې د حال مناسب یې وي او ارمان یې وي، درلودونکي نه دي. بل خوا یو شمېر محصلان وایي، چې د اقتصادي ستونزو له امله د تحصیلي دورو فیس نه شي ورکولی. 

محصله منیژه  

نور یی ولوله | د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي


محصله منیژه زیاتوي:«اقتصادونه راټیټ شوي کاروبار نشته او پر دې بنسټ ستونزې ډېرې دي خلک فیس نه شي پوره کولای او پر دې اساس خلکو له زده کړو لږ واټن اخیستی دی. د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د رسنیو د دفتر مسوول وایي، چې د اقتصادي ستونزو او سیاسي بدلون له امله، د دغو بنسټونو پنځوس سلنه محصلان کم شوي دي

د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د رسنیو مسوول محمد کریم ناصري څرګنده کړه:«له وروستیو بدلونونو وروسته د زده کړیالانو په شمېر کې پ۵۰ سلنه کمښت راغلی او علت یې اقتصادي ستونزې او ننګونې دي. 

د لوړو زده کړو وزارت ویاند خالقداد احمد تقي وايي:«واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده او کولای شي چې له بشپړ ډاډ سره خپلو درسونو ته دوام ورکړي. په ټول هېواد کې څه باندې ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت لري، چې اوس مهال د ډېری دغو پوهنتونونو محصلان کم شوي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button