اقتصاد او سوداګري

د خوړو او درملو اداه: ۴۰۰ قلمه درمل او روغتیايي محصولات تولیدوو

د خوړو او درملو ملي اداره وايي، په هېواد کې ۴۰۰ قلمه درمل او نور روغتیايي محصولات تولیدوي

یاده اداره زیاتوي، دا مهال په ټول هېواد د درملو تولید برخه کې ۹۵کارخونې فعالیت لري چې ۳۹ یې تازه د تېرو نږدې دوو کلونو پر مهال جوړې شوې دي.

ددې ادارې د مسوولانو په وینا، د درملو او روغتیايي محصولاتو برخه کې ځینې کارخونې چې د بېلابېلو لاملونو له امله تړل شوې وې هم بېرته فعالې شوې دي.

د کارخونو د تولید ظرفیت لوړول

د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوید هژیر وویل چې د یادو کارخونو د تولید ظرفیت له ۲۵۰ قلمو څخه ۶۵۰ قلمو ته لوړ شوی دی.

نور ولولئ: افغانستان مې د غالیو تجارت زیات شوی

نوموړي وویل: «دا مهال په ټول افغانستان کې د درملو او روغتیايي محصولاتو تولید برخه کې ۹۵کارخونې فعالیت لري چې ظرفیت یې هم لوړ شوی او پخوا یې د تولید ظرفیت کم وو.»

د خوړو او درملوادارې مسوولان داسې مهال د درملو تولیدي کارخونو د شمېر او تولید ظرفیت لوړېدو څخه خبر ورکوي چې د کابل اوسېدونکي د ښار په درملتونونو کې د بې‌کیفیته درملو له شتون شکایت کوي.

له درملو د ناروغانو شکایتونه

د کابل اوسېدونکی ادیب سلام‌وطندار ته وايي چې هر کال په زرګونه افغانۍ درمل اخلي، خو په وینا یې، د دې پر ځای چې ناروغ یې ښه شي، نورې روغتیايي ستونزې یې ورته پیدا کړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې درمل کیفیت نه‌لري او اغېز یې هم کمې دي. نوموړي وویل: «زموږ ناروغ د ګردې تکلیف لري، اووه-اته کاله کېږي چې تر درملنې لاندې  دي. درمل بې‌کیفیته دي او اغېز نه‌کوي، ښايي څه باندې ۱۰۰زره افغانۍ مو پرې لګولي وي.»

نور ولولئ: په افغانستان کې د بوټانو د توليد تر ۳۰۰ ډېرو فابريکو خپل فعاليت درولی

د پلازمېنې یوې بلې اوسېدونکې زینب وویل چې مور یې د زړه ناروغي لري او هر ډول درمل یې چې ورته اخیستي، بې‌اغېزې وو. «نهه-لس کاله کېږي چې مور مې د زړه ناروغي لري، دولتي او خصوصي روغتونونو ته مې وړې، درملنه یې بې‌اغېزې وه او ناروغۍ یې زیاتې شوې.»

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button