روغتیاسیمه‌ییز

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د لوږې د کچې پر لوړوالي اندېښنه څرګنده کړې

ډبلیو ایف پي یا د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې د ژمي په رارسېدو به له دریو یو تن د لوږې له ګواښ سره مخامخ وي

نړیوال بنسټونه په پرله‌پسې توګه خبر ورکوي چې افغانستان کې د بې‌روګارۍ کچه لوړه او ګڼ خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، خو طالبانو بیا تل دا ډول څرګندونې د افغانستان د منفي انځور د وړاندې کولو او پر دوی د فشار راوړلو په معنی تعبیروي.

خو د خوړو نړیوال پروګرام بار بار دا ندېښنه په ډاګه کړي ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ د (مرغومي څلورمه) پر خپله ایکس پاڼه یو ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې ژمی سخت او نه بښونکی شوی دی.

یاد سازمان نشي کولی چې د لارو د بندښتن له امله مرستې ورسوي

دغه سازمان وايي، په ټول هیواد کې ډیرو اړمونو کسانو ته خواړه رسوي خو د ډیرو سیمو لارې د واورې او سړې هوا له امله بندې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي په دې ساړه موسم کې د افغان وګړو د لوږې په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې په افغانستان کې د میلیونونو خلکو لپاره ژمی خورا سخت شوی دی.

نور ولولئ: ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

نور ولولئ: ډبلیو ایف پي: څلور میلیونه افغان مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي

همدا راز یاد سازمان ویلي چې، د ډیریو وګړو لپاره د ګرم پاتې کېدو او د ماشومانو د نس مړولو لپاره د خوراکي توکو ټولې سرچینې له منځه تللې.

یاد پروګرام وايي، دمګړۍ په افغانستان کې یو پر درې سلنه وګړي هره شپه وږي ویده کیږي.

سخت ژمی او په هېواد کې د بې‌روزګارۍ کچه

په افغانستان کې له یوې خوا د بې‌روګارۍ کچه د امکان تر حده رسېدلي ده او بل لور ته د ژمي په رارسېدو هغه خلک چې د ورځې عادي مزدوري کوي، نه شي کولی چې په ژمي کې دوام ورکړي. له همدې امله د خوړو نړیوال پروګرام ویلي د افغانستان وګړي ساړه ژمي سخت ځپلي دي.

د دوی په خبره دغه هیواد په نړۍ کې د اتو هغو هیوادونو په کتار کې راځي چې د خوړو د نا امنۍ په تر ټولو خورا بد حالت کې ځای لري.

دغه پروګرام ویلي، د بودجې له لوی کمښت سره مخ دي او سږکال د بودجې د کمښت له امله ۱۰ میلیونو اړمنو کسانو ته د خوراکي مرستو رسولو کمولو ته اړ شوي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو په بیا واکمنېدو په هېواد کې هر ډول کاري فرصتونه د له منځه تللو په حال کې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button