نړیوال خبرونه

د روسیې او اوکراین جګړه؛ مسکو به د وسلو د کمښت له ستونزو سره مخامخ شي

داسې راپورونه ورکړل شوي چې روسیه به د اوکراین په جګړه کې د وسلو له کمښت سره مخامخ شي

لوېديځ چارواکي وايي، روسيه د اوکرايين په جګړه کې د اړتيا وړ وسلو او مهماتو په چمتو کولو کې له ستونزو سره مخامخ ده.

د لوېديځ يوه چارواکي ويلي، روسيه د کافي تجهيزاتو او اکمالاتو په چمتو کولو کې له “سختو ننګونو” سره لاس او ګرېوان ده.

د روسيې د وسلو او مهماتو دا مسئله داسې مهال راپورته کېږي چې اوکرايين ته د لوېديځو هېوادونو له لوري د وسلو د لېږد په اړه اندېښنې مخ په زياتېدو دي.

russia1
مسکو د وسله له کمښت سره مخامخ دی

د وسلو، مهماتو او کسانو اکمالات

لکه څنګه چې د اوکرايين او روسيې چګړه درېيم کال ته ننوځي د وسلو، مهماتو او کسانو اکمالات د جګړې د پايلې په ټاکلو کې يو مهم عنصر بلل کېږي.

يوه لوېديځ چارواکي ادعا کړې چې په روسيه کې جوړې شوې وسلې اوس مهال د اوکرايين په جګړه کې د دوی د اړتیاو د پوره کولو لپاره کافي نه دي. ” هغه زياته کړې چې مسکو يوازې د مهماتو او وسلو د بديلو سرچينو په موندلو سره خپل اکمالات کولی شي چې دا اوږدمهاله حل نه دی.

نور ولولئ: اوکراین ادعا کوي چې درې روسۍ جنګي جیټ راپرځولې

نور ولولئ: روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده

نور ولولئ: د روسیې او اوکراین جګړه؛ روسیه کې پر یوه هوايي ډګر د ډرون بریدونه

دغه چارواکی بنديزونه د دې کمښت يو لامل بولي.

دی وايي، “بنديزونه د روسيې پوځي صنعت ته سخت زيان رسولی چې د جدي ځنډ او لګښتونو د زياتوالي لامل شوی. ”

russia2
مسکو د وسله له کمښت سره مخامخ دی

روسیه په دې جګړه کې درنه بیه پرې کوي

روسيې په اوکرايين کې د جګړې په ډګر کې يو لړ پرمختګونه هم کړي چې د هغې له ډلې يو د اوډيوکا ښار نيول دي. خو چارواکي په دې اند دي چې روسيه په دې لار کې د مړو او ټپیانو درنه بيه پرې کوي.

يوه لوېديځ چارواکي ويلي، روسيه اړه ده چې د وسلو پوره کولو لپاره بهرنيو سرچينو ته مخه کړي. په دې کې د ايران ډرون او توغندي او له شمالي کوريا څخه مهمات شامل دي. داسې انګېرل کېږي چې ځينې يې د ټيټ کيفيت لرونکي دي.

دغه چارواکي زياته کړې چې روسيې د هغو تجهيزاتو د کارولو امر کړی چې بايد نورو هېوادونو ته ورکړل شي. په دې کې هند هم شامل دی چې له اوږدې مودې راهيسې د روسيې په وسلو تکيه کوي او هوايي ځواک يې يو کال وړاندې ويلي وو چې ژمنه شوې وسلې يې نه دي ترلاسه کړې.

خو د ارزونې له مخې داسې ښکاري چې مسکو به دغې جګړې ته تر هغو دوام ورکړي، څو چې یې د لویدیځ پر وړاندې خپلې ټاکلي موخې ترلاسه کړي نه وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button