د روسیې او اکراین جګړه؛ روسیې یې د غلو پر تاسیساتو بریدونه کړي
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي وايي، روسیې یې د غلو پر تاسیساتو د توغندیو بریدونه کړي دي
زیلینسکي ویلي: “روسي ترهګرو په قصدي ډول د غلې دانې زیربناوې په نښه کړي، او د روسیې هر توغندی نه یوازې پر اوکراین، بلکې د نړۍ په هغو کسانو ګوزار دی چې یو عادي او خوندي ژوند غواړي.”
اوکرایني مقاماتو وویل چې د اوډیسا او چورنومورسک په بندرونو کې د غلو په ترمینلونو او زیربنا باندې د توغندیو برید شوی او لږ تر لږه ۱۰ ملکي خلک پکې زخمي شوي دي.
روسیې د دوشنبې په ورځ د هغه تړون پای اعلان کړ چې له مخې یې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین غله جات نورې نړۍ ته صادرېدل. د غله جاتو د لېږد دا تړون تیر کال د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاسلیک شوی و.
نور ولولئ: روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده
روسیې په عین حال کې د خپل هیواد د غلو او سرې پر صادراتو باندې د غرب د بندیزونو د تاثیراتو په اړه شکایت کړی دی.
د تور سمندرګي پر سر جنجالونه
د کریملین ویاند دیمیټري پیسکوف وویل: “هر وخت چې د روسیې اړوند د تور سمندرګي د هوکړو برخې عملي شي، روسیه به ډیر ژر د قرار داد عملي کیدو ته ستنه شي.”
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې د اوکراین د غلو د صادراتو د تړون د لغوه کېدو له امله به هغه بیوزلي هیوادونه سخت زیانمن شي چې له وړاندې د خوراکي توکو د کمښت سره مخامخ دي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټیرش وویل: “د نړۍ په کچه په سلګونو میلیونو د لوږې او خوراکي موادو د قیمتونو د لوړوالي له کړکیچ سره لاس او ګریوان انسانان به [ددې تړون د لغوه کېدو] قیمت پرې کوي.”
د مسکو یادې پرېکړې ته د امریکا غبرګون
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د روسیې پریکړه وغندله او ویې ویل چې د خوراکي توکو بیې له وړاندې لوړې شوې دي.
بلینکن وویل، امریکا به نړیوالو مارکیټونو ته د اوکراین د غلو د لیږد پر بدیلو لارو غور وکړي.
بلینکن زیاته کړه: “ددې په ګډون چې اوکراین وار دمخه د ریل ګاډو او سړکونو له لارې د توکو لیږد پیل کړی دی، خو اړتیا ته په کتو، د هغه څه بدیل پیدا کول چې روسیه اوس له خوړو څخه د وسلې په توګه کار اخلي، ډیره سخته ده.”
په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د لوږي ګواښ زیاتیږي، د سره صلیب نړیوالې کمیتې پر متحدو ایالتونو غږ کړی چې د روانو بشري هڅو څخه خپل ملاتړ ډیر کړي.