ژوند او ټولنه

د روژې مبارکې مياشتې په لړ کې کومې لارښوونې په پام کې ولرو؟

په روژه کې د ښې روغتیا لرلو لپاره دغه لارښوونې عملي کړئ

لکه څنګه چې د روژې په راتلو سره د خلکو د خوړو وختونه تغيیر کوي نو په دې سره د بدن روغتیايي سیستم هم تغيیر خوري چې په کوچنۍ غلطۍ انسان له ناروغۍ سره مخ کیږي.

ویل کیږي چې د خوړو وختونو بدلیدلو سره په میتابولزم کې بدلون راځي چې له کبله یې اکثره صحتمند کسان ناروغه کیږي او له روژې څخه معنوي او مادي خوند نه شي اخيستلای.

که غواړئ په روژه کې صحتمند واوسئ او روغتیا مو ښه وي نو په لاندینیو لارښوونو عمل وکړئ چې هم به مو ورسره روغتیا ښه وي او هم به مو د بدن انرژي پوره وي.

په روژه کې د تندې مخنیوي لپاره په پېشلمي کې لومړی اوبه څښل ضرور دي، د دې سره په خوړو کې مستې ورزیاتې کړئ، همدارنګه د هیل یا لاچي دانې استعمال کړئ چې ورسره د ورځې په اوږدو کې د تندې مخه نېولی شئ.

په روژه کې له ماسپښین نه وروسته لږه اندازه آرام وکړئ، ځکه چې د ماسپښین خوب له بدن نه ستړیا کموي همدا ډول کوښښ وکړئ چې زیات وخت ګرمئ ته تېر نه کړئ.

که غواړئ چې په روژه کې چست او چالاکه واوسئ نو پروتین لرونکو خوړو ته توجه وکړئ، په پېشلمي او روژه ماتي کې له پروتینو څخه ډک خوراک وکړئ او له غوړو خوراکونو څخه ځان وژغورئ.

نور ولولئ:په روژه کې د ښې روغتیا لرلو لپاره دغه لارښوونې عملي کړئ

په روژه کې له ترخو خوراکونو څخه ځان وساتئ، ترخه خوراکونه په معده کې تیزابیت او سوزش رامنځته کوي، د روژه ماتي پر وخت مو معده بلکل خالي وي او په تشه معده ترخه خواړه خوړل معدې ته ډیر زیان رسوي، نو پکار ده چې د روژه ماتي پر وخت له ترخو خوړو څخه ډډه وکړئ.

د خرما استعمال د پېشلمي او روژه ماتي پر وخت ستاسې بدن ته پوره او سملاسي انرژي ورکوي.

هیڅکله هم له پشلمي پرته د روژې نیولو کوښښ مه کوئ، په پشلمي نه کولو سره مو د بدن دفاعي سیستم کمزوری کیږي او د کوچنۍ ناروغۍ مخه هم نه شي نیولای.

همدا ډول د روژه ماتي پر وخت لږ خوراک کول ښه دي

د روژه ماتي پر وخت لږ خوراک وکړئ، روژه په خرما یا اوبو ماته کړئ،او نور خواړه له لمونځ کولو وروسته وخورئ ځکه چې ټوله ورځ له تشې معدې سمدلاسه وروسته ډېر خوراک کول هم د ناروغۍ لامل کیږي.

که مو په عادي ورځو کې د ورزش کولو عادت وي نو په روژه کې هم دغه عادت جاري ساتئ که چیرې د ورزش وخت نه وي نو لس یا پنځلس دقیقې تېز پلی مزل وکړئ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button