ژوند

د زیاتې مالګې خوړل څه ډول ناروغۍ رامنځته کوي؟

طبي څېړنو په ډاګه کړي ده چې د زیاتې مالګې خوړل د انسان په وجود کې ډول، ډول ناروغۍ پیدا کوي

له مالګې پرته خواړه خوند نه کوي، خو که دغه توکی زیات وخوړل شي، نو د زړه، وینې فشار، معدې او نورې ناروغۍ هم در پيدا کولای شي.

څېړنې په ډاګه کوي چې د زیاتې مالګې استعمال یا خوړل پر پورتنیو ناروغیو سربېره ستاسې د معدې تېزاب نور هم زیاتوي او د هغو کسانو چې د معدې تېزاب يې زیات شي، ټول خوراکي مهالوېش ګډوډېږي، ځکه چې د معدې ناروغي د نورو ناروغیو مور ګڼل کېږي.

salt1
د زیاتې مالګې خوړل زیانونه لري.

په بشپړ ډول د مالګې پرېښودل

څېړونکي وایي، په ټوليز ډول د مالګې له استفادې سره په بشپړه ډول هم مخه ښه مه کوئ، خو په ورځ کې د چای خوړلو یوه کاچوغه چې تر شپږو ګرامو کېږي حتمي وخورئ، خو تر دې زیات او کم یې ناروغي درته پیدا کوي.

څېړونکي وايي، که په ورځ کې تر شپږو ګرامو زیاته مالګه وخوړل شي، نو د معدې په سرطان او ورسره نورو اړونده ناروغیو مو د اخته کېدا چانس زیاتېږي.

بل لورته بيا نورې څېړنې وايي چې مالګه د وینې د فشار لوړولو لامل ګرځي، په تازه مهال کې طبي پوهانو د مالګې د ډېر استعمال یو بل زيان هم په ډاګه کړی دی.

نور ولولئ: د میلاټونین زیات استعمال او د هغه زیانونه

نور ولولئ:  د اولاد په روزنه کې زموږ مسئولیتونه

نور ولولئ: په تېرو دورو کې د ماشوم پالنې په اړه د ارواپوهانو نظرونه

یوې بلې څېړنې ښودلې چې د مالګې ډیر استعمال د فشار پر لوړولو سربېره د ډېر عمر کسانو وینې ته هم خورا جدي زيان رسوي.

salt
د زیاتې مالګې خوړل فشار لوړوي.

مالګه ګټه او زیانونه دواړه لري

په مالګه کې موجود «سوډیم» په نورو چارو سربېره په بدن کې د موجودو اوبو جریان په برابروي او عصبي نظام منظم کوي، خو که دا څه له حد زياته استفاده شي، نو بيا يې زيانونه تر ګټې لوړيږي.

د اړوندې طبي څېړنې له پايلې ثابته شوې چې د انسان لپاره که هره ورځ له شپږو ګرامو زياته مالګه وخوري، د لوړ فشار ناروغي هم ورته پيدا کېدای شي.

 د روغتيا د نړيوال سازمان د اړوندو مقرراتو سره سم د لويانو لپاره د مالګې د خوړلو ورځنۍ اندازه بايد په شپږو ګرامو کې وساتل شي، له دې امله چې د ډوډۍ پخولو په وخت کې که خوراکونه زيات چمتو شي، نو هرومرو به د مالګې اندازه په کې لوړيږي او کېدای شي تاسې له اړتيا څخه زياته مالګه وخورئ. بل خوا بيا د مالګې پر کيفيت هم ټينګار کېږي چې د  لوړ کيفيت مالګې وکاروئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button