ژوندژوند او ټولنهسات تيري

د سمندرونو تودوخې ډېرېدو د ساینپوهانو اندېښنې زیاتې کړي

د سمندرونو د تودوخې له ډېرېدو سره د ساینسپوهانو اندېښتنې هم زیاتې شوي دی

ایا د سمندر د تودوخې لوړېدل، د دې نښه ده، چې اقلیمي بدلون زموږ له فکره ډېر بدلون کړی دی؟ د نړۍ د هوا پېژندنې سازمان په وینا، د نولسمې پېړۍ له وروستیو چې د تودوخې ریکارډ ثبتېږي، د روان لمریز کال د جون او جولای لومړۍ څو ورځې تر ټولو تودې وې.

نور ولولئ: لیبیا کې د سیلابونو ناورین؛ د نورو زیانونو تر څنګ له ۵۰۰۰ ډېر کسان مړه کړي

په دې مودې کې، په سویلي امریکا او اروپا کې اوسېدونکي له سختې تودوخې سره لاس او ګریوان وو. د تودوخې په تړاو سخت خبرداری، په ځنګلونو کې اورلګېدنې او د هوا کیفیت ناورینونه یې بېلګې وې.

خو د اندېښنې خبره دا ده چې د تودوخې ريکارډ ماتول يوازې تر وچې پورې محدود نه دی او اوس دا اندېښنه سمندرونو ته هم غځېدلې.

بي بي سي وايي، د کوپرنيک اقليمي بدلون انسټيټوټ د راپور له مخې، د روان کال په جون مياشت کې د سمندر سطحې تودوخه د دې کال د ټولو ريکارډونو پرتله لوړه وه. د راپور له مخې، په شمالي اتلانتیک سمندر کې د اوبو د سطحې تودوخې په ځانګړې توګه “له تمې ډیره” لوړه وه.

د ریکارډ تر کچې د تودوخې ډېرېدل

د کوپرنیک انسټیټیوټ د راپور له مخې، د اګست په لومړۍ اونۍ کې د سمندر د سطحې منځنۍ ورځنۍ تودوخه د ۲۰۱۶ کال ریکارډ هم مات کړ او د سانتي ګرېت ۹۶،۲۰ درجې ته ورسېده.

د اسپانیې او افریقا شمال کې د تودوخې لوړېدو تر څنګ د ایرلنډ، بریتانیا او بالتیک سمندر په شاوخوا کې او همدارنګه د نیوزیلنډ او اسټرالیا په شاوخوا سیمو کې د سمندر د اوبو د تودوخې چټک زیاتوالی هم لیدل شوی.

په دې وروستیو کې، ساینس پوهان په دې باور دي چې د تودوخې څپې د ګرینلنډ په جنوب کې د لیبراډور سیند کې هم رامنځته شوي.

نور ولولئ: امریکا کې به تودوخه تر ټولو خطرناکې درجې ته ورسېږي

د اقلیم د بدلون د مطالعاتو لپاره د کوپرنیک انسټیټیوټ مشر کارلو بونتمپو وايي، ساینس پوهان په دې باور دي چې په ارام سمندر کې د تودوخې خورا ډېر بدلون د ال نینو د هوا له بڼې سره تړاو لري. دا د تودوخې هغه پدیده ده چې په دې وروستیو کې فعاله شوې.

د بونتمپو په وینا، هغه څه چې موږ یې اوس مهال په شمالي اتلانتیک کې شاهدان یو “ريښتیا بې ساری” دي.

خو ساینس پوهان لاهم هڅه کوي چې د سمندر اوبو تودوخې لاملونه ومومي

په سمندرونو کې د تودوخې اوسنۍ څپې ښايي لا نورې خرابې شي. که څه هم ساینس پوهان د شمالي اتلانتیک سمندر کې د تودوخې د چټک لوړوالي اصلي لامل ال نینو نه ګڼي، د نړۍ د هوا پېژندنې سازمان وړاندوینه کوي چې دا پدیده به د سمندرونو پراخې تودوخې لامل شي.

دې مسلې د کارپوهانو اندیښنې راپارولي، ځکه د سمندرونو تودوخه کولای شي سمندري ژوند، د کب نیولو او د هوا حالات تر خپلې اغېزې لاندې راولي.

ساینس پوهان په سمندرونو او ځمکې کې د تودوخې د وروستیو څپو دوام، په ځانګړې توګه د هیمالیا د واورو غیر معمولي ویلي کېدل او د شمالي قطب کنګلونو له منځه تلل، د اقلیم بدلون د اندېښنې وړ نښې ګڼي.

ساینس پوه فان شوکمن وايي، که انسانان له سبا هوا ته د کاربن ډای اکسایډ خپرېدل هم ودروي، د سمندرونو د تودوخې بهیر به کلونه دوام وکړي: “د اقلیم د ساینس پوه په توګه، زه اندیښمن یم چې د اقلیم بدلون زموږ له فکر کولو ډېر پرمختګ کړی دی.”

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button