تجارت خبرونه

د سیمه ییزې سوداګرۍ نوې هوکړه او پاکستان

د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو د سیمه ییزې سوداګرۍ په اړه نوې هوکړه کړې

دا هر کلی داسې مهال کېږي چې اکثره هغه افغان سوادګر چې د پاکستان له کراچي بندر څخه افغانستان ته اموال انتقالوي، شکایت لري چې د مالونو په راوړلو کې د پاکستاني ادارو له‌خوا له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي او نه شي کولی چې خپل مالونه په ځانګړي توګه خوراکي توکي په خپل وخت هېواد ته وارد کړي. خو د افغانستان- پاکستان د صنعت او سوداګرۍ د ګډې خونې ريیس زبیر متولي (متولا) ویلي، چې له افغانستان، روسیې او ایران سره د بارتري سوداګرۍ د پیلولو لپاره د پاکستان د حکومت د نوښت هرکلی کوي.

شته خنډونه به لرې شي؟

پاکستاني سوداګر وایي، دوی په دې خوښ دي چې له یادو هېوادونو سره د سوداګریزو خنډونو په لرې کولو سره به یې اقتصاد ښه شي. په دې اړه پاکستاني رسنیو د متولي په قول وویل چې دوی له ۲۰۲۱ څخه هڅه کوي چې د سیمې د هیوادونو په تېره بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري اړیکو د پراختیا له لارې خنډونه لرې شي.

زیات ولولئ: پاکستان افغانستان د ټرانریټ لپاره اسنتیاوې رامنځته کوي

ده د څلور هیوادونو ترمنځ د بارتري یا جنس په جنس سوداګرۍ د میکانیزم پر سر موافقه د سوداګرۍ د غودېدو لور ته یو مهم ګام وباله.

یاده هوکړه او د پاکستان بد اقتصادي وضعیت

د پاکستان کرنسي او اقتصاد ددې هېواد په تاریخ کې تر ټولو بد حالت کې دي. اقتصاد پوهان وايي، که چېرته دا هوکړه تطبیق شي، نو د پاکستان اوسني بد اقتصادي حالت ته تغیر ورکولی شي. پاکستاني رسنیو هم دا موافقه د پاکستان لپاره چې له ژور اقتصادي بحران او د اسعارو له کموالي سره مخامخ دی، مرستندویه بللې ده.

د موافقې پر اساس، پاکستان به افغانستان، روسیې او ایران ته ۲۶ قلمه سوداګريز مال ورکوي او په مقابل کې به یې له دغو هیوادونو د ګاز، پیترولو او سکرو په شمول بیلابیل شیان، چې پاکستان ورته اړتیا لري، واردوي. د نظر خاوندان وايي، دا تړون ځکه د تطبیق وړ دی چې پاکستان په اوسني حالت کې غواړي چې له هرې لارې وي، باید ځان له دغه ناوړه اقتصادي حالت بهر کړي او که دا تړون ناکام شي تر ټولو ډېر زیان یې پاکستان ته رسېږي او بیا نه شي کولی چې خپل لوېدلی اقتصاد په پښو ودروي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button