اقتصاد او سوداګري

د طالبانو او ترکیې تر منځ باوري اړیکې؛ ترکش ایرلاینز به بیا کابل ته الوتنې پیل کړي

د ترکیې هوايي شرکت له کلونو ځنډ وروسته به نن (سې‌شنبه) کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي

د ترکیې هېواد او طالبانو تر منځ اړیکې د رغېدو په حال کې دي. له همدې امله ترکانو افغانستان ته خپل ډیپلوماټیک، اقتصادي او رغنیز تګ راتګ زیات کړی دی.

داسې راپورونه هم شته چې د ترکیې مدني ټولنې او بنسټونه په افغانستان کې د تېر په څېر ځینې ښوونځي او پوهنتونونه حمایه کوي.

څو ورځې وړاندې په کابل کې د یوه ترکي بنسټ مشر په یوه غونډه کې له طالبانو مننه کړي وه چې د نړۍ د امپریالیزم ښامار (امریکا) یې په افغانستان کې په ګونډو کړه.

د ترکانو راماتېدل

تازه، د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي چې د ترکیې د هوايي شرکت یوه الوتکه به نن (سې شنبې) د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې کښېني.

نور ولولئ: فلای‌دوبۍ شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

نور ولولئ: د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ سیاسي اړیکې؛ له افغان ملت سره د عربي اماراتو مرستې

د ترکیې هوايي شرکت (ترکش ایرلاین) د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د نورو بهرنیو هوايي شرکتونو په شان افغانستان ته الوتنې ودرولې.

afghan (18)
ترکش ایرلاینز هوايي شرکت

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت پرون (دوشنبې) اعلان وکړ: “سبا به ترکش ایرلاین د کابل نړیوال هوايي ډګر ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي. د کابل او استانبول ترمنځ به په اوونۍ کې څلور الوتنې وي. دا د افغان مسافرو لپاره ښه خبر دی. د هغو افغانانو لپاره چې اروپايي هېوادونو ته سفر کوي، کولای شي د ترکیې له لارې په اسانه تګ راتګ وکړي.»

د خلکو اندېښنې

که څه هم کابل ته د متحده عربي اماراتو د هوايی شرکتونو د الوتنو له بیا پیلولو وروسته د ترکش ایرلاین د الوتنو بیا پیلېدا د ډېرو لپاره ښه خبر دی خو د دې لپاره چې افغانان په تېره بیا سوداګر د وېزو ستونزې لري، د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو بیا پیل ډېره مرسته نه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټینګار کوي چې سوداګرو او هېوادوالو ته باید ویزې ورکړل شي، که نه نو شرکتونه به یې تر ټولو ډېره ګټه وکړي، نه افغان اتباع او سوداګر.

پر دې سربېره د طالبانو او نورې نړۍ اړیکې په غوړېدو دي. طالبان په دغه اړیکو کې بریالي ښکاري، ځکه د نړۍ لوی شرکتونه چې سفارتونه او استازولۍ یې ضمانت کوي، افغانستان ته راځي.

د ترکیې او طالبانو تر منځ اړیکې هم تر پخوا ښې شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button