سیمه‌ییز

د طالبانو رسنۍ ځپونکي پالیسي؛ خوست کې یې دوه راډیوګانې وتړلې

طالبانو په خوست ولایت کې د ژمن او لونګ په نوم راډیوګانو خپرونې بندې او دفترونه یې ور وتړل

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو رسنۍ بد حالت ته روانې دي او په زرګونو کارکوونکي یې بې کاره کېږي.

په خوست کې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د ژمن او لونګ په نوم دوه خصوصي رادیووې بندې کړې.

په زیګنال کې د موسیقۍ خپرول

ژمن په زیګنال کې د موسیقۍ د نشر او لونګ هم تعلیمي پروګرامونو کې د نجونو د اړیکې له امله تړل شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم یوه اعلامیه کې وايي، د طالبانو امربالمعروف کارکوونکو نن په خوست کې د ژمن په نامه د یوې خصوصي راډيو دفتر تړلی.

دغه مرکز د طالبا نو له لوري د راډیو د بندېدو لامل د خپرونو په زګنالونو کې د موسيقۍ شتون یاد کړی دی.

نور ولولئ: طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې

نور ولولئ: طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

نور ولولئ:  د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟

دغه مرکز په خپله اعلامیه کې له طالب چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژر دي ژمن راډيو ته د بیا فعالیت اجازه ورکول شي.

په دې اعلامیه کې د لونګ راډیو د نشرانو بندېدو ته اشاره نه ده شوې.

لونګ له نږدې اتو میاشتو راهیسې په خوست کې د زدکړو په تېره د نجونو د راډیويي زدکړو د چارو لپاره یوه معیوب ځوان فعاله کړې ده.

دا هم ولولئ:  طالبان به د اساسي قانون ستونزه هواره کړي؟

له دې وړاندې د یوې بلې راډیو بندول

زدکوونکې د خپلو تعلیمي چارو د ښه والي لپاره له دې راډیو سره تماس نیسي، خو طالبانو دا ډول تماسونه هم بند کړي دي.

تر دې وړاندي طالبانو د لړم په ۱۰ مه په خوست کې د غرغښت په نوم راډيو هم د خپرونو په زګنالونو کې د موسيقۍ له کبله تړلې وه، چې وروسته یې بيرته د فعالیت اجازه ورکړه.

په خوست کې طالب استخباراتو، امربالعمروف او اطلاعاتو فرهنګ ادارو د رسنيو مسولينو او خبريالانو ته خبردارۍ ورکړی، چې د موسيقي خپرول په مکمل ډول بند دي او د سرغړونکو سره به قانوني چلند کوي.

طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره سم د عامو خلکو ترڅنګ په رسنیو پراخ بندیزونه لګولي دي.

دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډيو او تلويزيون ترڅنګ ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي ټلويزيونونه فعاليت کوي.

پر دې سربېره، په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او هره ورځ مسلکي ژورنالېستان دندې له لاسه ورکوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button