سیمه

د طالبانو رژیم ایراني حاجیانو ته د وېزو یو میاشتنی معافیت اعلان کړ

اړوند خبرونه: 

ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي

د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وایي، د دوی د ریاست الوزرا د پرېکړې له مخې، افغانستان د ایراني حاجیانو لپاره د یوې میاشتې د ویزو معافیت په پام کې نیولی دی.

نوموړی زیاتوي دوی په هرات کې یې سیمه ییزو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې ایران ته د دغو حاجیانو د خوندي لیږد اسانتیاوې برابرې کړي.

متقي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره په کتنه کې یو ځل بیا پر ایران د اسراییل بریدونه غندلي او هغه یې له نړیواله قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي چې، په دغه کتنه کې بېکدلي د ایراني حاجیانو د لېږد برخه کې د طالبانو د حکومت له اسانتیاو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړې چې دا بهیر په «بریا» سره ترسره شي.

د ایران پر فضایي حریم د الوتنو نه کېدو له امله ایراني حاجیان لا هم په سعودي عربستان کې پاتې دي.

تر دې وړاندې متقي کابل کې د ناروې له شارژدافیر، پير البرت الساس سره کتنه کې په سیمه ییزو او دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

‏متقي نوموړي ته ویلي، چې له غربي هېوادونه سره یې ناروې په اړیکو جوړولو کې مهم او رغنده رول لري او هم یې دغه هېواد کې د طالب ډيپلوماټ منل ښه پرمختګ یاد کړی.

دا هم ولولئ:  پر افغان خاوره د پاکستان برید او د طالبانو چټګ غبرګون

پیر البرت الساس یې په ځواب کې ویلي، چې نږدې وخت کې به یې حکومت یو استازی کابل ته واستوي او طالبانو سره به د دغه هېواد اړیکې او تعاملات و ارزوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button