سیمه ییز خبرونه

د طالبانو رژیم د هند د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو هرکلی وکړ

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هند له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او طالبانو یې هرکلی کړی دی

د طالبانو رژیم هڅه کوي چې له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره تعامل وکړي او په رسمیت وپېژندل شي، خو له دې هڅو سره، سره تر اوسه په نړۍ کې د یوه هېواد له لوري هم په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

د طالبانو حکومت د افغانستان او هند اړیکو په باب د هند د باندنیو چارو وزیر جي شنکر د څرګندونو هرکلی کړی دی.

د افغانستان او هند تر منځ اړیکې

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د قراقستان په پلازمېنې استانه کې له کازان فورم خبري اژانس سره په خبرو کې د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو په اړه ویلي چې د خلکو ترمنځ ولسي اړیکې د دواړو ملتونو ترمنځ د اړیکو بنسټ جوړوي او هند ژمن دی، چې په بېلابېلو برخو لکه بشري مرستو، لوبو او نورو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

نور ولولئ: مودي د هند په ټاکنو کې د صدراعظمۍ چوکۍ وګټله

نور ولولئ: د هند د بهرنیو چارو وزیر متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی دی

نور ولولئ: غزې ته د متحده عربي اماراتو بشري مرستې

د شنکر له دغو څرګندونو وروسته د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو په تړاو یو خبري کلېپ کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند له مرستو مننه کړې.

afghan (79)
طالبان

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې «اسلامي امارت هم له هند سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې د اړیکو پیاوړتیا غواړي.»

پاکستان او طالبان

د طالبانو له لوري له هند سره د اړیکو په اړه د جي شنګر د څرګندونو هرکلی په داسي حال کې کېږي چې پاکستان یو وار بیا د طالبانو حکومت د ټي ټي پي غړیو ته په پناه ورکولو تورن کړ او ویې ویل چې د دې ډلې پناهځایونه به په افغانستان کې په نخښه کړي.

پاکستان تر دې وړاندې هم څو ځلي په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې بمبارۍ کړي او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستان کې د حالاتو ترینګلتیا او پر پوځ د ټي ټي پي بریدونه ددې لامل شوي چې د طالبانو او اسلام اباد اړیکې ترینګلي کړي. پاکستان له طالبانو غواړي چې د ټي ټي پي پر وړاندې ګام پورته کړي، خو طالبان بیا وايي، ټي ټي پي په افغانستان کې نشته او دغه ستونزه د پاکستان کورنۍ مسئله ده او په افغانستان پورې اړه نه لري.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کې حالات ورځ تر بلې خرابېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button