کورني خبرونه

د طالبانو لخوا د افغان خبریالانو د ځورولو په اړه د امریکا اندېښنه

د طالبانو لخوا د افغان خبریالانو ځورولو په اړه د افغانستان لپاره د امریکا سفارت اندېښنه ښوولې

دغه سفارت وايي چې د طالبانو لخوا د افغان خبریالانو او د رسنیو د مسئولینو د ځورولو پېښو شدت موندلی او دغه شدت د اندېښنې وړ دی.

په قطر کې مېشت د افغانستان له پاره د امریکا سفارت ویاند وایي، چې د افغان خبریالانو پروړاندې د طالبانو د ځورولو پېښې ډېرې شوې دي.

سرچینو د نه لاسرسی

ماریو کریفو د مطبوعاتو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیتونه د اندېښنې وړ بولي.

د امریکا د سفارت ویاند په یوې بیانیه کې ویلي، چې د خبریالۍ په برخه کې د ښځو پر کارونو محدودیتونه د دې لامل شوی، چې په افغانستان کې د رسنیو کاري چاپېریال لاپسې مایوسوونکی شي.

په بیانیه کې راغلي: «پر رسنیو څارنه مبهم حالت کې ده او د دولت اړوند فعالیتونو کې اطلاعاتو ته لاسرسی هم محدود شوی دی.»

نور ولولئ: تازه؛ طالبانو درې خبریالان زندان ته اچولي دي

نور ولولئ:  طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

دغه سفارت وايي، چې د افغانستان رسنۍ په یوې پیاوړې او د درناوي وړ مسلک بدلې شوې وې او اطلاعاتو ته یې لاسرسی هم درلود.

afghan (8)
افغان رسنۍ

ماریو کریفو چې له دریو لسیزو راهیسې د افغانستان له مسایلو سره بلد دی وايي، چې د رسنیو ټولې لاسته راوړنې د طالبانو د محدودیتونو له امله کمې شوې دي.

د طالبانو د حدودیتونو له امله د رسنیو تړل کېدل

د څارونکو بنسټونو د راپورونو له مخې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هیواد کې تر نیمايي زیاتې رسنۍ د دغې ډلې د بندیزونو له امله منحل شوي او دوه پر درېیمه برخه خبریالان د خپل مسلک پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ځينو څېړنو پربنسټ، د ۱۴۰۲ کال د زمري له میاشتې راهیسې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله اتیا سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې پریښې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت همداراز زیاته کړې ده، چې د دغه هېواد خبریالانو په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

پر دې سربېره څو ورځې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې د امربالمعروف وزارت له لوري په خوست ولایت کې درې خبریالان په دې تور نیول شوي وو، چې د اختر په ورځو کې یې سندرې خپرې کړي دي.

ورته مهال، که رسنۍ کوم فعالیت کوي، نو باید د طالبانو څار ورباندې موجود وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button