نړیوال خبرونه

د عرب اماراتو نوبل نایټ ۳: مرکزي غزه کې به له بې ځایه شوو سره مرستې وکړو

د متحده عربي اماراتو نوبل نایټ ۳ عملیاتو موخه په غزه کې بې ځایه شوو کډوالو ته د مرستو رسول دي

د متحده عربي اماراتو نوبل نایټ ۳ بنسټ چې د دغه هېواد لخوا تمویلېږي، تازه یې خبر ورکړی چې دوی به په غزه کې بې ځایه شویو فلسطینیانو ته بشري مرستې ور رسوي چې په دغه مرستو کې خوراکي او غیرخوارکي توکي، درمل او لنډمهاله ګرځنده کلینیکونه موجود دي.

متحده عربي اماراتو داد بشري مرستو څوومه جوپه ده چې غزې ته یې رسوي او هلته د اسرائیلو د بریدونو او یرغل له امله پر بې ځایه شویو فلسطینیانو ویشي.

afghan 2024 08 09t160217.947
د عرب اماراتو نوبل نایټ ۳: مرکزي غزه کې به له بې ځایه شوو سره مرستې وکړو

زیات متضرر شوي کډوال

په بې ځایه شوو کډوالو کې تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان دي چې تر ټولو زیات ضرر یې لیدلی او زیات یې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم نه شي پوره کولی.

نور ولولئ: د متحده عربي اماراتو اقتصاد به ۵ سلنه وده وکړي

نور ولولئ: ایران او متحده عربي اماراتو د جامع اقتصادي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ

نور ولولئ:  متحده عربي امارات او بشري مرستې

دغه ۷۰ ټنه توکي پر هغو کډوالو ویشل کېږي چې په ” البريج” کېمپ یا پنډغالي کې دیره دي.

د نوبل نایټ ۳ مرستو موخه داده تر څو په غزه کې د جګړې له امله بې ځایه شوي فلسطیني کډوال له هغو ستونزو خلاص یا راکمې شي، چې اوس مهال ورسره لاس او ګریوان دي.

د بشري حقونو راپورونه وايي، په غزه کې د اسرائیلو د جګړو له امله په بې ځایه شویو کډوالو کې د ښځو، ماشومانو او عمر خوړلو مشرانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

afghan 2024 08 09t160156.734
د عرب اماراتو نوبل نایټ ۳: مرکزي غزه کې به له بې ځایه شوو سره مرستې وکړو

د عربي متحده اماراتو دوامداره مرستې

له دې وړاندې د عربي متحده اماراتو دولت په غزه کې په ډېرو سختو حالاتو کې بې ځایه شویو او د جګړې قربانیانو ته مرستې ور رسولي دي.

د یاد هېواد دولت د فلسطیني ولس ټپیان او نور ناروغان هم عربي اماراتو ته د درملنې په موخه لېږدولي او تر ټولو روغتونونو ته یې امر کړی چې اکثره پام په دوی ورټول کاندي.

د نوبل نایټ ۳ عملیات په غزه کې د بې وزلو د لاسنیوي په موخه دي تر څو ددوی لاسنیوی وکړي او ستونزې یې راکمې کړي.

د مرستو رسولو په دغه عملیاتو کې یو هم په غزه کې بې ځایه شویو ته د صحي خوړو رسول دي.

فلسطینیان هم د متحده عربی اماراتو له دولته خوښ دي چې ددوی لاسنیوی کوي او مرستې ور رسوي.

د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس او نور چارواکي په پام کې لري چې لا نورې ډېرې مرستې د غزې بې ځایه شویو ته ورسوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button