نړۍ خبرونه

د فرانسې او تاجکستان ولسمشران د افغانستان په هکله اندیښنه لری

  افغانستان افغانستان

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په پاریس کې د تاجکستان له ولسشمر امام علي رحمان سره په یو‎ځای خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل  چی د مرکزي اسیا او افغانستان د امنیتي حالاتو په  اړه خبرې کوي  ښاغلی مکرون وايي تاجکستان له افغانستان سره اوږده ګډه پوله  لری

  د دې هېواد په اړه ګډې اندېښنې لری  ښاغلی زیاتوي په افغانستان کې به د ثبات لړ کې د هغو همکاریو  په  اړه له ښاغلي رحمان سره خبری کوی  چې فرانسه یې کولای شي   فرانسه او تاجکستان په افغانستان کې د طالبانو واکمن کیدو  ضدبرالا لری دواړو هېوادونو ویلي چې د بشري حقونو لړ کې د طالبانو  چلند له  امله  د دې ډلې حکومت په رسمیت نه پېژني  د فرانسې ولسمشر وویل باید ترهګرو ډلو ته اجازت  ور نه کړو چې د ښځو حقونو په ګډون د هغو ارزښتونو پر ضد دسیسه وکړي چې موږ پرې باوري  یو

article 19

ښاغلي رحمان بیا یو‎ځای  خبري غونډې ته وویل هېواد یې په اروپا کې فرانسې ته د باوري شریک  په نظر ګوري داسې حال کې چې د افغانستان یوه بل ګاونډي هېواد ازبکستان له طالبانو سره اړیکي ټینګ کړي،تاجکستان چارواکو تر اوسه له طالبانو سره له مرستو  ډډه کړې ولسمشر رحمان دا وروستیو کې د خپل هېواد جنوبی پولو کې د ترهګرو ډلو یو ځای کېدو خبره هم کړې

ا هم ولولئ | اردوغان: ترکیه نور افغان کډوال نه قبلوي

.ښاغلي رحمان او ښاغلي مکرون پاریس کې یوځای  خبرې غونډې ته ویلی داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د تاجکستان حکومت د طالبانو حکومت ضد مشرانو ته هم پناه ورکړې او د هغوی ملاتړ یې کړی    ښاغلي رحمان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ویلي وو، نه غواړي د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.. خو په دې باور دی چې د افغانستان د سیاسي او امنیتي ستونزو د حل لپاره هلته د ټاکنې او د ټولو قامونو په ګډون د یو حکومت جوړېدل اړین دي  طالبانو بیا د تاجکستان چارواکو ته خبرداری ورکړی  چې د هر ډول اقدام مقابل کې به یې عکس العمل څرګند شي. 

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button