نړیوال خبرونه

د قطر لومړي وزير د طالب مشرانو کتلو په موخه کندهار ته راغلی دی

د قطر لومړی وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني چې په ورته مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دنده هم پر مخ وړي د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی چې له طالب چارواکو سره له نږدې وګوري

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د قطر له لومړي وزير سره د یاد هېواد د استخباراتو مشر عبدالله الخلیفي او ځينې نور چارواکي هم په دغه سفر کې ملګري دي.

نور ولولئ: قطر وايي له ښوونځیو بهر ۳۰ زره افغان ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي

د نوموړي په وینا قطري پلاوي پرون جمعه په کندهار کې له ريیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند او مل پلاوي سره کتلي دي.

په دې لېدنه کې د طالبانو ريیس الوزراء له قطري پلاوي غوښتنه کړې چې د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د باور په پیاوړي کولو کې لاډېر رول ولوبوي.

دا په دې بڼه افغانستان ته د قطري چارواکو بېساری سفر دی چې خپله قطري چارواکو یې د موخې او پایلو په اړه لا څه نه دي ویلي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټويټونو په یوه لړۍ کې د دې ناستې په اړه ویلي “د قطر لخوا له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا، د اعتماد لا ډېروالي، په تعلیمي، روغتیايي او اقتصادي برخو کې د همکاریو ژمنه وشوه او اسلامي امارت بیا د قطر له همکاریو او ښه نیت مننه کړې.”

نور ولولئ: قطر د افغانستان په ګډون نړۍ ته د تعلیمي مرستو وړاندیز کوي

طالبانو له قطري چارواکو سره په ناسته کې د هغه هېواد د همکاریو په لا ډېریدو هم ټينګار کړی دی.

د قطري چارواکو دا سفر د پلازمېنې کابل پر ځای کندهار ته ترسره شوی

له کندهاره  په يوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د طالبانو د ريیس الوزرا تر څنګ د طالبانو بهرنیو چارو وزیر او نور چارواکي هم هلته حاضر دي.

طالب ویاند د قطر د لومړي وزير د سفر له جریانه یوه ویډيو هم خپره کړي، چېرې چې مېلمانه په قطري الوتکه کې کندهار کې کېني او د طالبانو بهرنیو چارو چارسمبالی امیر خان متقي یې په هوايي ډګر کې هر کلی کوي.

نور ولولئ: امریکا د افغانانو لېږد کې د قطر د رول ستاینه کړې

د رپورټونو پر بنسټ د طالبانو مشر ملا هبت الله هم په کندهار کې اوسېږي او شاید له همدې کبله دا سفر کندهار ته ترسره شوی وي چې له هغه سره هم لیده کاته وشي.

طالبانو لا تر اوسه د دې په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې د طالبانو مشر چې د خلکو پر وړاندې نه راښکاره کېږي د ځينو مېلمنو سره په اسانه کتو ته زړه نه دی ښه کړی.

د لوړپوړي قطري پلاوي دا سفر د روانې مې میاشتې په پیل کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو له مهمې غونډې وروسته تر سره کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button