سیمه

د قطر پر امریکايي اډه برید؛ خلیلزاد یې سمبولیک بولي

اړوند خبرونه: 

ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي

د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلېلزاد پر اېکس لیکلي، چې ایران د امریکا برید په غبرګون کې په قطر کې د امریکا پر پوځي اډه برید سمبولیک و او چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.

نوموړي زیاته کړې، توغندي هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه تللي.

نوموړي زیاته کړې چې ایران لا هم خپله پاملرنه په سیمه کې د جګړې دوام ته ورکړې ده او تمرکز یې د امریکا پر وړاندې د غبرګون پر سنجول شویو حرکتونو دی.

خلیلزاد داسې مهال دا غبرګون ښیي چې دوشنبه د شپې ایران په قطر کې د امریکا لویه اډه په نښه او توغندیز بریدونه یې پرې ورکړل.

ایران ادعا کوي چې یاده اډه یې په بشپړ ډول له منځه وړې ده خو قطر وايي د ایراني توغنديو مخه يې نيولې ده.

د قطر دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر العدید پوځي اډه يې د ایران توغول شويو توغندیو مخه نیولې او چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر هوايي حریم او ځمکه خوندي دي او هوايي ځواک يې له ګواښونو سره د مبارزې لپاره چمتو دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button