نړیوال خبرونه

د لوګر سیلاب ځپلو د مرستې غوښتنه کړې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو، په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غواړي چې د لوګر له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

د دغه وزارت مرستیال چې د لوګر خوښۍ ولسوالۍ ته تللی وایي، سېلاب ځپلو سره شوې مرستې بسنه نه کوي

سیلابونو د خوښۍ شپږ کلي زیانمن کړي دي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وايي:«خلک بې ځایه شوي او ورته خوراکي توکي راوړل شوي دي، خو دا بسنه نه کوي؛ ځکه چې سېلابونو د خوشي شپږ کلي او درې کلي د درې په پای کې زیانمن کړي دي

ور یی ولوله | مارکس پوټزل: په اوسني حکومت کې ډېری د نجونو د زده کړو پلوي دي

ور یی ولوله | د بهرنیو چارو وزارت : د اا په غړو دې د سفر بندیزونه ختم شي

د لوګر په پشت رود ولسوالۍ کې ۳۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې

د شنبې شپې سېلابونو د لوګر خوښۍ ولسوالۍ کې دری زره کورنۍ بې کوره کړې دي. دغو سېلابونو پر ځاني زیانونو سربېره، د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي. سېلاب ځپلي د دغو سېلابونو په اړه ترخې کیسې کوي. سېلاب ځپلی قاري رحیم الله وايي:«زموږ له کوره هېڅ هم نه دي پاتې چې موږ پرې ګذاره او ژوند وکړو

سېلاب ځپلې کفتره هم څرګندوي:«نه خواړه پاتې دي او نه نور څیزونه، لږ اندازه پیسې چې هغه یې هم له ځان سره یوړې.

سېلاب ځپلي دلته تر خېمې لاندې ژوند کوي او یو شمېر نور یې هم په جوماتونو، ښوونځیو او یا هم دښتو کې شپې تېروي. دغه سېلاب ځپلي د مرستندویه بنسټونو پر نه پاملرنه نیوکه کوي. سېلاب ځپلي ساجد حسین وویل:«دوی ټول سینه بغل شوي دي، نه کمپله شته او نه هم دوشکې، نه هم اړه او نه هم وریجې. سېلاب ځپلی حسین شاه زیاتوي:«نه اوبه شته او نه هم کوم شی د خوړلو لپاره

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button