نړیوال خبرونه

د پاکستان استازی: د کابل او اسلام‌اباد تر منځ به روغتیايي همکارۍ پیاوړې شي

پاکستان د ډاکټرانو د ظرفیت په لوړولو کې له افغانستان سره مرسته کوي. د افغانستان په چارو کې د پاکستان استازی وايي. د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره یې یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی چې پر اساس به یې په افغانستان کې طبي پوهنځي جوړېږي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست سره يې تړون لاسلیک کړی چې پر اساس به يې اسلام اباد کابل سره روغتیايي برخه کې همکاري کوي او کابل کې د محمد علي جناح او ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د دوه نورو رغتونونو مالي ملاتړ کوي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي: «دغه هوکړه د افغان ډاکټرانو د تحصیلي دورې د بشپړېدو لپاره چې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري د پاکستان طبي پوهنځۍ ته معرفي کېږي، لاسلیک شوه. پاکستان به دغه بهیر د شلو متخصصانو په روزنې سره پیل کړي.

نور یی ولوله | یو شمېر هېوادوال د برښنايي تذکرې لګښت زیاتېدو ته اندېښمن دي

نور یی ولوله | د کابل تر ټولو پیاوړی پوهنتون 

د خیبر پېښور طبي پوهنتون

د خیبر پېښور طبي پوهنتون چې سلګونه افغان ډاکټران یې روزلي په افغانستان کې به د طبي پوهنځیو بیلابیلې څانګې جوړې کړي؛ څو له دغه هېواد سره یې مرسته کړې وي چې، په روغتیايي خدماتو برخو کې ځان بسیاینې ته ورسېږي. په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، پاکستان به افغانستان سره د ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې برخه کې همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزارت

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل زیاتوي: «په دغه تفاهم سره به موږ وکولای شو، چې په افغانستان کې اف سي پي اس او ام سي پي اس ډیګریانې په افغانستان کې ډاکټرانو ته برابرې کړو.دا په نړیوال کچه ډیګریانې او بېلابېل ټریننګونه دي. بل خوا د محمد علي جناح روغتون ډاکټران په دې روغتون کې د یو شمېر طبي وسایلو پر غیر فعالېدو نیوکه کوي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button