نړیوال خبرونه

رسنیو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د رسنیو د ستونزو د حل لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي. ښاغلي مجاهد له رسنیو سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشورتي او همغږۍ ناسته کې، زیاتوي چې په هېواد کې د رسنیو پیاوړتیا د اسلامي امارت پایسي ده..

رسنی

په دغې ناسته کې د اطلاعاتو او رسنیو په برخه کې پر بېلابېلو مسایلو د نظر ادلون بدلون وشو. د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد    وايي:«په هېواد کې زموږ نشرات او رسنیز فعالیتونو د هېواد حیثیت لوړوي، هرڅومره چې زموږ رسنۍ غښتلې، موثقې او مسکلي وي په هماغه اندازه د هېواد رسنیز حیثیت ته ګټور دی دا موږ او تاسو ټولو مسوولیت دی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو هم په دې غونډه کې له رسنیو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ. د دغه وزارت سرپرست له ټولو رسنیو وغوښتل چې، اسلامي ارزښتونو ته په پام سره حقاق بیان کړي. د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وویل:«باور وکړئ چې ستاسو ستونزه زموږ ستونزه ده، دا وزارت نیم د حکومت دی او نیم د رعیت. ټولې رسنۍ حق لري هره ستونزه چې وي را دې شي او له موږ سره دې شریکه کړي او موږ له دوی (رسنیو) دفاع کوو.

نور یی ولوله | حامد کرزی د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو او ښوونځيو د پرانیستو لپاره غوښتنه وکړه

نور یی ولوله | انستان  کې د اقتصادي وضعیت په هکله د سره صلېب نړۍوالې کمېټې اندېښنه

د رسنیو استازو سره غونډه 

په دې غونډه کې د رسنیو ځینو استازو هم د خپلو رسنیزو چارو پر وړاندې خپلې ستونزې په ډاګه کړې چې د سرپرست حکومت چارواکو د دغو ستونزو د حل ډاډ ورکړ. د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، هڅې کوي چې، د رسنیو د ستونزو د حل لپاره د رسنیو له مسوولینو سره د ورته غونډو په شمېر کې ډېروالی راولي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button