ټکنالوجي

د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته مړو ته ډیجيټلي ژوند د ورکولو هڅې

چین کې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته مړو ته د ډیجیټلي ژوند د ورکولو هڅې کېږي او ځینو شرکتونو دا کار کړی هم دی

یو شمېر چینايي شرکتونه وايي د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته یې زرګونو مړو شویو انسانانو ته “ډیجیټلي ژوند” ورکړی دی.

دغه شرکتونه وايي د مصنوعي هوښ له لارې یې د مړ شوي کس له تصویرونو، ویډیوګانو او غږیزو موادو څخه په استفادې دا کار شونی کړی دی. ددې شرکتونو ماهرین وايي، له دې لارې توانېدلي دي چې ویرجنو کورنیو ته د هغوی د عزیزانو د لاسه ورکولو غم سپک کړي.

نور ولولئ: ساینس پوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په مټ نوی انټي بیوټیک کشف کړی

په چین کې د داسې کورنیو شمېر مخ په زیاتېدو دی چې د خپلو عزیزانو د لاسه ورکولو وروسته د هغوی د ډیجیټلي بڼې (اواټار) د جوړولو دپاره مصنوعي ځیرکتیا ته مخه کوي.

پر مصنوعي ځیرکتیا د زوی مینه ماتوي

سیکو وو او د هغه مېرمن تازه خپل ۲۲ کلن زوی له لاسه ورکړی دی. دوی وايي، په نهایت کې غواړي په مجازي نړۍ کې داسې حقیقت ته ورته اواټار رامنځته کړي چې ټول کړه وړه یې د هغوی د مړ شوي زوی په څېر وي.

وو وویل: “یوځل چې موږ واقعیت او میټاورس همغږي کړو، زه به زما زوی بیا له ځان سره ولرم.”

نور ولولئ: آیا مصنوعي ځیرکتیا به د انسانانو د دندو ځای ونيسي؟

نوموړي زیاته کړه: ” زه کولی شم هغه ته روزنه ورکړم … ترڅو زما په لیدو پوه شي چې زه یې پلار یم.”

په چین کې د مصنوعي هوښ د ټکنالوژۍ له ودې وروسته، وو په مجازي نړۍ کې د خپل زوی د راژوندي کولو په لټه کې شو.

هغه د خپل زوی عکسونه، ویډیوګانې او غږیز ریکارډونه راټول کړل، چې ورڅخه د زرګونو ډالرو په لګښت د مصنوعي هوښ د یو شرکت په مرسته د خپل زوی داسې اواټار تیار کړي چې غږ او څېره یې هغه ته ورته وي.

تر لاسه شوي پایلي ابتدايي

تر دې دمه پایلې ابتدايي دي، مګر هغه د یو کاري ټیم په مرسته د داسې پراخ ډیټابیس په جوړولو کار کوي چې د هغه د زوی په اړه هر اړخیز معلومات ولري.

وو هیله لري چې له دې لارې د قوي الګوریتمونو په مرسته د خپل زوی داسې اواټار رامنځته کړي چې د فکر کولو او خبرو کولو طرز یې کټ مټ د هغه په څېر وي.

په وروستیو څو کلونو کې ددې صنعت په برخه کې په متحده ایالاتو کې هم یو شمېر شرکتونو په کار پیل کړی دی چې دلته یې “د ارواح روباټان” بولي.

خو په چین کې د “سوپر برېن” په نوم د شرکت بنسټ ایښودونکی ژانګ زیوي، چې د وو سره د هغه د زوی د اواټار په جوړولو کې مرسته کوي، وايي دا صنعت په چین کې چټکه وده کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button