ټکنالوجي

د مصنوعي ځېرکتیا روباټ ګټې او زیانونه

د ChatGPT په نوم د مصنوعي ځیرکتیا روباټ جوړېدو داسې اندېښنې راپارولي چې دا ډول روباټان کولای شي د انسانانو په څېر لیکنه وکړي

همدې اندېښنو ته په پام، د ChatGPT جوړوونکو له داسې آلې پرده پورته کړه چې کولای شي د انسانانو او مصنوعي ځیرکتیا د روباټ په مټ د لیکل شويو متنونو توپیر وکړي.

نور ولولئ: CHATGPT څه شی دی او څنګه کار کوي؟

دا آله په داسې حال کې جوړه شوې چې د متحده ایالاتو او نورې نړۍ د یو شمېر پوهنتونونو استادانو اندېښنه ښودلې چې محصلین د مصنوعي ځیرکتیا له تازه جوړ شوي سافټویر څخه د کورنۍ وظیفې په پوره کولو کې ناوړه استفاده کوي او همدارنګه په ازموینو کې نقل کولو ته امکانات برابروي.

په متحده ایالاتو کې د مصنوعي ځیرکتیا ددې روباټ جوړوونکي شرکت (OpenAI) په یوې اعلامیې کې وویل چې د دوی نوې جوړه شوې اله کولای شي د “انسان په واسطه د لیکل شوي متن او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) روباټونو په مټ د لیکل شوي متن ترمنځ توپیر وکړي.”

د OpenAI د مصنوعي ځیرکتیا روباټ (ChatGPT)، چې پدې وروستیو کې د کارولو وړ شوی

دغه روباټ ته د مایکروسافټ شرکت په میلیونونو ډالر بسپنه ورکړې چې مسولین يې وايي د دوی د نقل کشفولو آله چې له انټرنټ څخه د اخیستل شوې ډاټا پر اساس پوښتنو ته ځواب وايي، له اشتباه خالي نده او په ځانګړي ډول د داسې متنونو په اړه اشتباه کولای شي چې اوږدوالی یې له ۱۰۰۰ تورو لږ وي.

نور ولولئ: کارپوهان وايي مصنوعي زیرکتیا کیدای شي د ۸۰ سلنه دندو ځای ونیسي

د OpenAI اعلامیه وايي چې په داسې حال کې چې په دقیق ډول د AI په مټ د لیکل شویو متنونو کشفول ناممکن دي، خو د دوی له خوا تازه جوړ شوی سافټ ویر تر یوې اندازې د هغو ادعاګانو مخنیوی کوي چې د AI په واسطه تولید شوی متن د انسان کار بولي.

نور ولولئ: سپینه ماڼۍ ويلي د مصنوعي ذکاوت پر وړاندې انسانان خوندي وساتئ

دا شرکت وايي چې تازه جوړه شوې آله یې په ځانګړي ډول د غلطو مالوماتو په کمپاینونو، په اکادمیک چاپیریال کې د نقل کولو او روباټ (chatbot) د انسان په توګه د معرفي کولو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د ماشینونو کارول په ګوته کولای شي.

په لومړي ځل یوه فرانسوي پوهنتون تیره اونۍ محصلین د کورنۍ وظیفې بشپړولو لپاره د ChatGPT له کارولو څخه منع کړل

دې فرانسوي پوهنتون دا پریکړه د هغه خبر له خپرېدو وروسته کړې چې ChatGPT توانېدلی په متحده ایالاتو کې د حقوقو په یوه پوهنتون کې له اساسي قانون څخه نیولې تر مالیاتو پورې موضوعاتو په اړه پیچلې مقالې ولیکي او د فراغت آزموینه په بریالیتوب سره بشپړه کړي.

نور ولولئ: د انسان نسل ته سیالي ده؟ CHATGPT

په نیویارک او یو شمېر نورو سیمو کې هم چارواکو په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د ChatGPT پر کارولو بندیز لګولی دی.

په استرالیا کې د پوهنتونونو یوې ټولنې ویلي د آزموینې د اخیستلو په طریقه کې ددې دپاره بندلون راولي چې د مصنوعي ځیرکتیا د سافټ ویرونو له لارې د نقل کولو مخنیوی وکړي.

د OpenAI شرکت وايي، د مصنوعي ځیرکتیا او انسان د لیکل شويو متنونو ترمنځ د توپیر مالوموونکې نوې آله یې تراوسه یوازې په انګلیسي ژبې کې کار کولای شي او په نورو ژبو کې ښه نتیجه نه ورکوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button