نړیوال خبرونه

د ملا هیبت الله فرمانونه په ‘رسمي جریده’ کې خپاره شوي

ملا هبت الله اخوندزاده د طالبانو دویم مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د مشر په توګه وټاکل شو

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عدليې وزارت د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده فرمانونو ټولګه د هېواد په رسمي جریده کې خپره کړې ده.

طالبان د خپل مشر احکام او ‘لارښوونې’ د قانون جوړولو او قاضیانونو لپاره مهمه سرچینه بولي.

طالبان قوانین نه لري خو فرمانونه په جریده کې خپروي

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي توګه نه خو اساسي قانون لري، نه مدني او نه هم جزايي قانون لري.

د طالبانو مشر احکام چې د رسمي جریدې په ۱۴۴ مخونو کې خپاره شوي، د ملا هبت الله ۶۵ فرمانونه پکې شامل دي، چې په تېرو ۷ کلونو کې یې د طالبانو د مشر په توګه ورکړي دي. په دې ټولګه کې نیمايي فرمانونه داسې دي، چې ملا هبت الله د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ مه واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې ورکړي دي.

نور ولولئ: د اسلامي امارت له‌ خوا د رسمي کابینې د نه معرفي کېدو لاملونه په ډاګه شول

که څه هم په دې ټولګه کې د طالبانو د اوسني مشر فرمانونه شامل دي، خو نوموړي د طالبانو حکومت قاضیانو ته ویلي، چې د طالبانو یوه بل مخکیني مشر، ملا اختر محمد منصور، فرمانونه هم باید پلي شي. له ۲۰ په ډېرو فرمانونو کې چې د طالبانو مشر تائید کړي دي، پر ښځو یو لړ بندیزونه لګول شوي دي، خو دا ټول فرمانونه نه لیدل کېږي.

په دې خپرو شویو موادو کې نور څه هم شامل دي

په دې کې د طالبانو د حکومت اقتصاد وزارت هغه بندیزونه هم شامل دي، چې په کورنیو او بهرنیو سازمانونو کې یې د ښځو پر فعالیت لګولي او دغه راز د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښونځیو تړل او پوهنتونونو ته د ښځینه محصلینو پر ورتګ د بندیز امر هم پکې شامل دی، چې خپاره شوي نه دي.

د یادونې ده، چې د طالبانو ویندویانو د نجونو او ښځو پر زدکړو بندیزونه ”موقت” بولي او په وینا یې ”له اسلامي شریعت سره د مناسب او برابر چاپېریال” له رامنځته کېدو وروسته به دا بندیزونه لېرې کړل شي.

نور ولولئ: اسلامي امارت د امو سیند په څنډه کې د ودانولو کار پیل کړ

د طالبانو مشر چې په کندهار کې مېشت دی، تر اوسه نه خو د طالبانو او نه هم په خپلواکو رسنیو کې څرګند شوی دی، خو د نوموړي غږیز، لیکلي پیغامونه او یو شمېر تصویرونه په رسنیو کې خپاره شوي دي.

ملا هبت الله اخوندزاده د طالبانو د دویم مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو مشر په توګه وګومارل شو.

ښاغلی منصور د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې له ایرانه پاکستان ته پر لار و، چې د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ته نژدې د امریکا متحده ایالتونو په یوه ډرون برید کې ووژل شو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button