ځاییکورني خبرونه

اسلامي امارت د امو سیند په څنډه کې د ودانولو کار پیل کړ

اسلامي امارت په پام کې لري چې د امو سیند په غاړو کې ودانۍ جوړې کړي

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست عطاء الله عمري وايي، د دې پروژې په پلي کېدو به په لنډه موده کې دوه میلیارده افغانۍ لګښت راشي

نور یی ولوله | د سلمان خان نوی فلم به په اختر کې خپور شي

  نور یی ولوله | په بدن باندې د سګرټ څکولو اغیزې

د یو شمېر وزارتونو د چارواکو په ګډون یو پلاوی د امو سیند د غاړې د وضعیت د ارزونې په موخه د هېواد شمال ته سفر وکړ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مجیب الرحمن عمر وايي، د سیند په غاړو کې د دیوالونو د نشتوالي له امله په پنځو شمالي ولایتونو کې زرګونه کورونه چې سیند ته څېرمه پراته دي، ویجاړ شوي دي

موږ په خیریه او مرستندویه سازمانونو غږ کوو — دا د پاملرنې وخت او ځای دی. هغه پلانونه او اهداف چې تاسو یې په پام کې لرئ دلته پلي کیدی شي

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست عطاء الله عمري وايي، د دې پروژې په پلي کېدو به په لنډه موده کې دوه میلیارده افغانۍ لګښت راشي

“زموږ تخنیکي او مسلکي ټیمونو یو اټکل ترسره کړی دی. موږ لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه لرو. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر وویل، په اوږد مهال کې موږ شپږ میلیارده افغانۍ لګښت اټکل کړی او په لنډ مهال کې دوه میلیارده افغانۍ لګښت راځي

د پلاوي موندنې ښيي چې د سرو زرو يو کان د سيند د غاړې د تخريب له خطر سره مخامخ دى

“د سیند تر څنګ د سرو زرو کان دی، چې شاوخوا دېرش ټنه سره زر لري. د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال ضیا رحمان اریوبي وویل، دا کان د سیند له خطر سره مخ دی

د امو سیند په بدخشان ولایت کې پیلیږي. دا ۲۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۱۲۰۰ کیلومتره یې د افغانستان له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button