Uncategorized

د ملګري ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې کېږي

ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې «د ښځې، سولې او امنیت» په نوم ځانګړې غونډه جوړه شي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، په‌دې غونډه کې به د افغانستان په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې وشي.

د افغانستان د دایمي ماموریت مشر

تمه ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، د بشري حقونو د څار بنسټ او یو شمېر نور کسان هم ویناوې وکړي. په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «په دغه ناسته کې به د افغانستان په ګډون د امنیت شورا پر غړو سربېره هېوادونو استازي هم ګډون او وینا وکړي، د افغان مېرمنو د وضعیت او هغه اندېښنې چې په دې هکله موجودې دي دا به د دغې ناستې د بحث وړ مسایل وي. 

د بشري حقونو په څار بنسټ

د بشري حقونو په څار بنسټ کې د ښځو چارو مسووله هیدر بار وايي: «له ملګروملتونو سازمان څخه زموږ دوهمه غوښتنه دا ده چې د ځواب ویلو لپاره یو بېل میکانیزم رامنځته کړي ترڅو هغه جرمونه چې په افغانستان کې کېږي په ګوته شي، زموږ درېیمه غوښتنه دا ده چې مرستندویه بنسټونه په افغانستان کې د ښځو حقونو له دفاع کوونکو ملاتړ وکړي، هغه دفاع کوونکي چې د ژغورنې خدمات ترسره کوي، لکه د ښوونځیو د پرانیستو کار او د ښځو او نجونو لپاره نور خدمات.»

دا هم ولولئ:  یو افغان ډاکټرد کرونا ویروس مخنیوي لپاره طرحه جوړه کړې

له بلې خوا، یو شمېر مېرمنې چې په تېر حکومت کې یې کار کاوه له اسلامي امارته یو لړ غوښتنې لري. 

نور یی ولوله | ترکیه : افغانستان سره د ښه سیاسي اړیکو باندې ټینګار وشو

نور یی ولوله | هرات کې ښځو او نجونو فني او حرفوي زده‌کړو ته مخه کړې

د مخکیني حکومت کارکوونکې

د مخکیني حکومت کارکوونکې ای نور ازبیک وايي: «د ښځو هویت دې په رسمیت وپېژني او د کار او زده‌کړو حق دې ورته ورکړل شي. د ښځو د حقونو دفاع کوونکې مریم معروف اروین وايي: «هیله ده چې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه اجنډا وي، د ښځو د کار زده‌کړ او په ټولنه کې د فعالیت په اړه اجنډا وي او هیله ده د همدې اجنډا په چوکاټ کې ستونزې حل شي

اخوا، د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه ننګونې او اندېښنې نشته او د شریعت پر بنسټ د هېوادوالو حقونه خوندي دي.د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «موږ په افغانستان کې الحمد لله د اسلامي امارت له راتګ وروسته د بشري حقونو په برخه کې ستونزه او نګراني نه‌لرو، له بل هر وخت زموږ هېوادوال له خپلو حقونو څخه برخمن دي او اسلامي امارت هم بشپړه ژمنتیا لري چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ټولو هېوادوالو حقوق تامین شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button