نړۍ
رجحان

د م.م کارپوهان: اسټرالیا دې افغانستان کې د جنګي جنایتونو قربانیانو ته تاوان ورکړي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو یوې ډلې له اسټرالیا غوښتي، چې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو له‌خوا د جنګي جنایتونو له امله د وژل شویو ۳۹ قربانیانو کورنیو ته دې د تاوان ورکولو په برخه کې خپله ژمنه ژر تر ژره ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په ۲۰۲۰کال کې یوې پوځي پلټنې وموندله چې اسټرالیايي پوځیانو په افغانستان کې ۳۹ ولسي وګړي چې د دوی په بند وو وژلي.

د پلټنې له مخې، ځیني قربانیان تر وژل کېدو مخکې ربړول شوي هم وو.

د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې قربانیانو ته پام

کارپوهانو ویلي، اسټرالیا دنده لري چې د بشري حقونو د نړۍوال قانون له مخې د دغو قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

دغو کارپوهانو ویلي، د اسټرالیا له هوکړې څلور کاله او د دغو پېښو د قربانیانو ۱۲کاله تېرېږي؛ خو لاهم دوی ته غرامت نه دی ورکړل شوی.

دغه کارپوهان په نیوکې سره وایي، چې اسټرالیا دغه غرامت ته د خیریه مرستو په څېر ګوري؛ حال دا چې دا د نړۍوال قانون له مخې د قربانیانو حق دی.

د نړۍوال قانون له مخې اسټرالیا باید د غرامت ترڅنګ د دغو قربانیانو کورنۍ ته چې په هغې کې ماشومان، ښځه، خاوند او د یوې کورنۍ نور غړي شامل دي د رواني پاملرنې، حقوقي مرستې او د زده‌کړو او په نورو برخو کې د دوی ملاتړ وکړي.


له جنګي قرباني افغانانو د بښنې غوښتل

دوی ویلي:« په خواشینۍ سره اسټرالیا په مستقیم ډول د قربانیانو او د هغوی له کورنیو څخه بښنه نه ده غوښتې او یا یې د خپلو پلټنو، محاکمو یا پوځي اصلاحاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي او تر اوسه یې د دوی کورنیو ته د اسټرالیا په محاکمو کې د برخه اخیستنې بلنه یاهم د ګډون زمینه نده برابره کړې.»

کارپوهانو په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي اندېښنو او له طالب چارواکو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو نشتوالي له امله د تاوان ورکړې په برخه کې ننګونې منلې او په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

کارپوهانو همدارنګه له نورو دولتونو څخه چې په افغانستان کې یې جګړه کړې وغوښتل، چې خپل فعالیتونه په ځانګړې توګه د جنګي جرمونو هر ډول تورونه په بشپړه توګه وڅېړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button