ستاسې اند او نظر

د نجونو پر مخ د زده‌کړو بندې دروازې؛ راتلونکې پسرلي کې به یې طالبان پرانیزي؟

تازه طالب ویاند ویلي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونو او ښوونځیو د پرانېستلو هڅې روانې دي

په دې برخه کې د ملت له غوښتنو سره سره د طالبانو له لوري کوم عملي ګام نه لیدل کېږي، خو له څه باندې دوو کلونو راهیسې ملت ته ډاډ ورکوي چې د نجونو پر مخ به د پوهنتونو او ښوونځیو دراوزې پرانیستل شي.

شنونکي وايي، څومره موده چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي، دا وخت نه جبرانېدونکی دی، خو که اوس رښتیا طالبان غواړي چې دغه معما نور حل کړي، باید په را روان پسرلي کې د نجونو لپاره د زده کړو دروازې نور پرانیزي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لا په دې اړه داسې قدم نه دی اوچت کړی چې خلکو ته کومه تمه ورکړي.

طالبان وایي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو لپاره د حکومت په ستره کچه هڅې روانې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د نجونو پر مخ د پاتې ښوونځيو او همداراز د پوهنتونونو پرانېسته د هېوادوالو غوښتنه ده او په وینا یې د طالبانو سرپرست حکومت د خلکو غوښتنو ته پام لري.

afghan student۲
انځور؛ هغه زده‌کوونکي چې له زده کړو راګرځول شوې او په یوه خونه کې د څه لوستلو لپاره راټولې شوې.

لا هم کره نېټه نه ده معلومه

مجاهد وویل: «هڅې روانې دي، موږ مالومات لرو چې هڅې روانې دي خو دا چې چارې یې کوم ځای ته رسیدلي دي زه یې نشم ویلی ځکه د اړوندو وزارتونو موضوع او کله چې هغوی دې برخه کې پرمختګ وکړي ښایي په خپله یې رسانه یي کړي.»

نور ولولئ: هیدر بار: افغانستان کې دیني مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولی

نور ولولئ: رینا امیري د نجونو زده کړې اهمیت لرونکي بولي

نور ولولئ: هرات کې ښځو او نجونو فني او حرفوي زده‌کړو ته مخه کړې

نور ولولئ: سیګار وايي، په انجیوګانو کې پر ښځو د طالبانو بندیز د نجونو لومړنۍ زده کړې اغېزمنې کړي

دا لومړی ځل نه دی چې افغان ملت ته دروغ ویل کېږي بلکې له دې وړاندې هم لوړپوړو طالب چارواکو پرله‌پسې ډاډ ورکړی و چې د نجونو پر مخ به د زده‌کړو مرکزونه پرانیزي، خو تر ننه یې لا درک نشته.

طالب ویاند په وروستیو څرګندونو کې بیا هم هڅه کړې چې د ښوونځیو او پوهنتونو کره نېټه اعلان نه کړي.

له دې وړاندې د طالبانو لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارت ویلي و چې په دې برخه کې پر طرحه کار کوي، خو له څه باندې دوو کالو راهیسې د یادې طرحې لوری نه ښکاري. همدا لامل دی چې ولس نور پر طالبانو بې باوره شوی او د نجونو د زده‌کړو په برخه کې تر عمل کولو پورې باور نه شي کولی.

نړیوال سازمانونه او بنسټونه

له دې سره سم، د سازمانونو او افغان څېرو یوې ډلې په پرانېستي لیک کې په دیني مدرسو کې د نجونو د زده کړو په تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې څرګندونې غیر مسوولانه بللې دي.

دغې ډلې لیکلي: «دغه ډول څرګندونې په بشپړه توګه غیر مسوولانه دي او دا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر چتر لاندې د نجونو د زده کړو د ممنوعیت عادي کول ګڼل کېږي.»

د ښځو حقونو فعالې فاصلې سروش و ویل: «خو دا د ټولو فعالو ښځو غوسه راپاروي ځکه دا د ټولو افغان ښځو په زیان ده، یوازي دیني علوم نشي کولی چې د ټولو علومو ځای ډک کړي دوی به څنګه دا خای پرې ډکوي.»

د طالبانو ددې غلطې تګلارې له امله اکثره افغانانو افغانستان پرېښود تر څو په نورو هېوادونو کې یې لوڼې زده کړې وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button