په زړه پورې

د نغمې د ژوند په اړه کیسه

ښاپېرۍ نغمه چې په نغمه سره شهرت لري، په پښتو او دري ژبو باندې سندرې وايي او په سلګونو سندرې یې ویلې دي، چې د خلکو په زړونو کې ځای لري او مېرمن نغمه زړه شوه، خو سندرې یې لا هم ځوانې دي او خلک یې د زړه په غوږونو اوري. اوس مهال هغه په امریکا کې ژوند کوي، خو کله کله افغانستان ته هم راځي او د خپل هېواد له سړو ماښامونو او تاوده لمر نه خوند اخلي.

ښاپېرۍ نغمه د ۱۹۶۴ ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه په کندهار کې زېږېدلې ده. هغې خپلې لومړنۍ زده کړې د کندهار د عینو په لېسه کې پیل او د کابل په رابعه بلخي ښوونځي کې پای ته رسولې دي. نغمې سندرې د ښوونځي پر مهال د ترانو له ویلو نه پیل کړې، خو په ۱۸ کلنۍ کې د افغانستان تلویزیون ته معرفي شوه او هلته یې ګڼې سندرې ثبت کړې. د هغې لومړنۍ سندره (سوځم په غمو کې په چلن د زمانې) وه، چې حامد حسیني ورته کمپوز جوړ کړی و او د افغانستان په تلویزیون کې ثبت شوې وه.

نغمې په ۱۳۶۰ هجري کال کې له منګل استاد سره واده وکړ. هغه له منګل نه څلور بچیان لري، چې دوه لورانې یې لېمه او مدینه او دوه زامن یې انور او خیبر نومېږي. د نغمې او منګل ژوند څو لسیزې له یو بل سره ښه تېر شو او دواړو اوږده موده له یو بل سره ګډې سندرې هم وویلې، خو په ۲۰۰۴ ز کال کې د نغمې او منګل اړیکې خرابې شوې او له یو بل نه یې د ژوند لارې جلا کړې.

دا هم ولولئ:  ولسي جرګې ته د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ نوماندوزیر دوکتور انوارالحق احدي د وینا څو مهم ټکي

هغې چې کله له منګل سره خپله اړیکه ختمه کړه، نو څه موده وروسته یې د یوه پخواني جها-دي قومندان مولوي محمدنبي محمدي له زوی سره واده وکړ او تراوسه پورې له نومړي سره په امریکا کې ګډ ژوند تېروي.

د یادونې وړ ده چې نغمه کله ناکله شعر هم لیکي او تر دې مهاله یې دوه شعرې ټولګې چاپ شوې هم دي. هغه اوس مهال که څه هم په کنسرټونو کې په ژوندۍ بڼه سندرې وايي، خو له اوږدې مودې راهیسې یې کومه نوې سندره نه ده ثبت کړې.

ليكوال

  • رحیم سادات

    رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button