ژوند

د نړۍ تر ټولو اوږد واده کوم دی چې د ګينس په کتاب کې ثبت شوی دی؟

واده د یو سړي او ښځې ترمنځ د ګډ ژوند تېرولو یو داسې حقوقي تړون دی چې مینه او محبت پکې وي، دواړه په هره خوشالۍ، سختۍ، راحت او خپګان کې له یو بل سره یو ځای وي او دواړه د یو بل ډاډ او تکیه وي

د نړۍ د تر ټولو اوږد واده ريکارډ چې د نړۍ د ریکارډونو په کتاب (ګنیس) کې ثبت دی، د هربرټ فیشر او زیلمیرا فیشر د واده دی.

که څه هم په غربي نړۍ کې ګډ ژوند له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ دی چې ډېر کله زيات دوام نه کوي خو هربرټ فيشر او زيلميرا فيشر د ژوند تر پايه له يو بل سره خوشاله ژوند وکړ.

هربرټ فيشر په ۱۹۰۵ ميلادي کال کې او زیلمیرا فيشر په ۱۹۰۷ ميلادي کال کې په امریکا کې زېږېدلي وو چې د دوی ګډ یا د واده ژوند ۸۶ کاله او ۲۹۰ ورځې و، دا واده هغه وخت ختم شو، کله چې په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه هربرټ فیشر مړ شو.

نور ولولئ: د خوشحاله واده لس رازونه

نور ولولئ: د 2023 د واده رجحانات

د هربرټ فيشر او زیلمیرا فيشر کوچنیوالی هم یو ځای تېر کړی و چې دوی ښه ملګري و، بیا دوی دواړو د ۱۹۲۴ ميلادي کال د مې مياشتې په ۱۳ مه نېټه واده وکړ، هغه وخت د هربرټ عمر ۱۸ کاله او د زیلمیرا عمر ۱۶ کاله و. په ۲۰۱۰ کال کې هربرټ ویلي و چې زیلمیرا یې د ټول ژوند ملګرې ده چې دا واده یې هم د ټول ژوند لپاره و او ټول ژوند يې د خپل ټول ژوند له ملګرې سره ګډ تېر کړ. هغه وايي چې د دوی د اوږد واده راز دا و چې دوی په خپل منځ کې هره ستونزه او مسئله په خبرو حل کړې ده او د طلاق په اړه یې هيڅ کله هم فکر نه دی کړی او نه یې دا د ځان لپاره کوم اپشن ساتلی و.

هربرټ فيشر د ښه او کاميابه واده په اړه وايي

د هربرټ فيشر په وينا کامیابه واده هغه دی چې ښځه او خاوند پکې د یو بل درناوی وکړي، د یو بل خبرې ته غوږ کېږدي، له یو بل سره مینه ناک، رښتینی او صادقه پاتې شي او له یو بل سره مینه وکړي. هربرټ فيشر او زیلمیرا فيشر په نړۍ کې پنځه اولادونه، ۱۰ لمسي، ۹ کړوسي او ۱ کودی پرېښي دي چې دا اولادونه د دوی په هغه وخت کې و، کله چې هربرټ فيشر مړ شو او د اوږد واده ریکارډ یې ثبت شو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button