ژوند

د نړۍ تر ټولو بد بویه ګل چې په لس کلونو کې یو ځل غوړېږي

د نړۍ تر ټولو بد بویه ګل، چې علمي نوم یې ټایټان ارم دی، د مړ شوي انسان د جسد په څیر بوی لري او په لسیزه کې یوازې یو ځل غوړیږي.

دې ګل ته د مړي ګل هم ویل کیږي، چې بوی یې د مړي، هوږې، ګنده شوي ماهي او بدبویه پښو ته ورته دی.

ټایټان ارم یو ګل لرونکی نبات دی چې د اندونیزیا د سوماترا ټاپو کې راشنه کېږي. دا ګل له هرو اوو تر لسو کلونو کې یوازې یو ځل غوړیږي او دا نادره پیښه یوازې له ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو پورې دوام کوي. دا ګل معمولاً د ماسپښین په نیمایي کې غوړیږي او ټوله شپه او تر بل سهار پورې همداسې غوړېدلی وي.

نور یی ولوله | آیا د نیوټن پر سر د مڼې راولوېدو او د جاذبې قوې د کشف کېسه رښتیا ده؟

د ګلونو مینه وال د نړۍ له ګوټ-ګوټ څخه د دې ګل لېدو ته راځي. ټایټان ارم ګل تر لس فوټه پورې غټېږي او پاڼې یې ۲۰ فوټه اوږده وي او د ځمکې دننه یې د تنې وزن ۱۱۰ پاونډه وي.

د دې ګل بوی د ماښام څخه تر نیمې شپې پورې وي او په سهار کې ورک کیږي. دا ګل په اندونیزیا کې کېږي. همدا راز په اروپا، شمالي او سویلي امریکا، اسټرالیا او اسیا کې هم کرل کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button