ژوندسات تيري

د نړۍ ځېنې عجیب نړیوال ریکارډونه

ګینز بک آف ورلډ ریکارډ، هغه کتاب دی چې هر کال په کې نوي نړیوال ریکارډونه ثبتیږي، ددې کتاب ډيری برخې يې ډير خندوونکي وي

په دغه کتاب کې د نړۍ عجیب و غریب شیان ثبتیږي، هغه د نړۍ ټيټ او لوړ کس وي، پهلوان او وچ نری کس وي، وړوکی او غټ قلم وي، وړې او غټې پښې وي، دغه کتاب يې له ځان سره هر کال ثبتوي.

نور ولولئ: د نړۍ ۵ حیرانوونکې او جالبه طبیعي او حيرانونکې پیښې

ګینز بک آف ورلډ ریکارډ د ۲۰۱۶ خپرونه راغلې چې د تېرو کلونو په پرتله ستر او ښه ښکاري.

له دغه کتابه مو ځېنې عجايب خوښ کړي دي.

تر ټولو غټې پښې

کلن جیسن اورلینډو روډر ګیوز د وینزویلا اوسیدونکی دی، هغه هم د خپلو اوږدو او غټو پښو په درلودلو سره توانیدلی چې خپل نوم په ګینز بک آف ورلډ ریکارډ ۲۰۱۶ خپرونه کې ثبت کړي. جیسن یو فوټ او ۴ انچه پښې لري چې د ټولې نړۍ ژوندیو انسانانو کې د هېچا دومره غټې پښې نشته دی، د جیسن د پښو اندازه او میچ ۲۶ دی. دغو پښو ته جیسن فرمایشي څپلۍ او بوټونه جوړوي.

نور ولولئ: د نړۍ ډېر سرمايه لرونکي کسان څوک دي؟

تر ټولو ډیر غاښونه

کلن وجی کمار د هندوستان د بنګلور ښار اوسیدونکی دی. نوموړی د عامو انسانانو په پرتله د ۳۲ غاښونو پر ځای ۳۷ غاښونه لري او د همدې ۵ زیاتو غاښونو په برکت يې ریکارډ جوړ کړی او په دغه کتاب کې یې خپل نوم ثبت کړی دی.

دنګه او لوړه جوړه (ښځه و میړه)

کلن منګ منګ او د هغه ۲۹ کلنه مېرمنه ژویان د نړۍ تر ټولو لوړ او دنګه جوړه ده. منګ منګ قد ۷ فوټه او ۹ انچه دی او مېرمن يې بیا ۶ فوټه او ۲ انچه ده او له همدې کبله دوی دواړه ښځه او مېړه په نړۍ کې تر ټولو دنګه جوړه بلل کیږي.

تر ټولو ستر قلم

د هند په نظام اباد سیمه کې ۵۶ کلن اچاریه مکیونری سري نواس د نړۍ تر ټولو ستر قلم تیار کړی دی، دغه قلم اوږدوالی ۱۸ فوټه دی او د پورته کولو لپاره یې لږ تر لږه ۴ کسانو ته اړتیا ده.

نور ولولئ: د نړۍ تر ټولو اوږد واده کوم دی چې د ګينس په کتاب کې ثبت شوی دی؟

غټ ښکرونه

يو غوايي په نړۍ کې تر ټولو د سترو ښکرونو ریکارډ خپل کړی دی. نوموړی غوايي بګ ریډ ۹۰۷ نومیږي او د امریکا په ټکساس ایالت کې څري.

د لاس و پښو ډیرې ګوتې

کلن دیوینډر شتر د پښو او لاسونو ۱۴ ګوتې لري. هغه د هندوستان د ګجرات ایالت اوسیدونکی دی او د ډيرو ګوتو په درلودلو یې نړیوال ریکارډ خپل کړی دی.

تر ټولو اوږده نوکان

کلن شردر چلال چې په ۱۹۵۲ کې نوکان پرې کړي بیا يې ګوتې نه دي وروړي. د هغه د نوکان اوس ۹۰۹.۶ سینټی میټر ته رسیدلي. د هغه تر ټولو اوږد نوک تقریبا د هغه د قد اندازې ته رسیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button