لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې لکنو لوبډلې ممبيي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام تېره شپه لکنو سوپر جاينټ لوبډلې، ممبيي انډينس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۶۳ مې لوبې پچه د ممبيي انډينس لوبډلې لوبډلمشر روهيت شرما وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د لکنو سوپر جاينټ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، د دوی له لوري مارکوس سټونېس، لوبډلمشر کرونل پنډيا او قوينټن ډيکاک ښه توپ وهنه وکړه. سټونېس په ۴۷ توپونو ۸۹ ناسوزيدلې منډې، پنډيا په ۴۲ توپونو ۴۹ منډې او ډيکاک په ۱۵ توپونو ۱۶ منډې جوړې کړې. د لکنو سوپر جاينټ لوبډلې د شلو اورونو له لوبولو وروسته ۱۷۷ منډې جوړې کړې، ۳ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات لوبډلې حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ممبيي اينډينس لوبډلې له لوري جيسون بهنډورف، پېياش چاولا او کيمرون ګرين ښه توپ وهنه وکړه. بهنډورف په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، چاولا په ۳ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او يوه ويکټ يې ترلاسه کړه او ګرين په ۲ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او کوم لوبغاړی يې له ډګره بهر نه کړ.

د ممبيي اينډينس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره لوبغالي ته راښکته شوه

د مومبيي اينډينس لوبډلې له لوري اېشن کېشن، لوبډلمشر روهيت شرما او ټيم ډويډ ښه توپ وهنه وکړه. کېشن په ۳۹ توپونو ۵۹ منډې، شرما په ۲۵ توپونو ۳۷ منډې او ډيويډ په ۱۹ توپونو ۳۲ ناسوزيدلې منډې جوړې کړې. د ممبيي لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۷۲ منډې جوړې کړې، ۵ لوبغاړي يې وسوزيدل او لوبه يې د ۵ منډو په توپير وبايلله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې کلکتې لوبډلې، چينای لوبډلې ته ماتې ورکړه

ډ لکنو سوپر جاينټ لوبډلې له لوري راوي بوشنای، ياش ټکور او محسن خان ښه توپ اچونه وکړه. بوشنای په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، ټکور په ۴ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې او ۲ ويکټې يې ترلاسه کړې او محسن خان په ۳ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې راجستان لوبډلې، کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې غوره لوبغاړی مارکوس سټونېس ونومول شو چې ښه توپ وهنه يې وکړه.

 د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې پنجاب سوپر کينګ لوبډله له ډهلي کپيټلس لوبډلې سره لوبه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button