لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات لوبډلې حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام تېره شپه ګجرات ټايټنس لوبډلې، سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۶۲ مې لوبې پچه د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې لوبډلمشر آدم مارکرم وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

د ګجرات ټايټنس لوبډله لومړی د توپ وهنې لپاره لوبغالي ته راغله، د ګجرات لوبډلې له لوري شبمن ګيل، سای سډرسن او ډسون شنکا ښه توپ وهنه وکړه. ګيل په ۵۸ توپونو ۱۰۱ منډې، سډرسن په ۳۶ توپونو ۴۷ منډې او شنکا په ۷ توپونو ۹ ناسوزيدلې منډې جوړې کړې. د ګجرات ټايټنس لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۸۸ منډې جوړې کړې، ۹ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې کلکتې لوبډلې، چينای لوبډلې ته ماتې ورکړه

د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې له لوري بهانشوار کومار، فضل الحق فاروقي او ټي ناټرجن ښه توپ اچونه وکړه. کومار په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي يې وسوزول، فاروقي په ۳ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او يوه ويکټ يې ترلاسه کړه او ناټرجن په ۴ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د سنرايزرس حيدرآباد لوبډله د هدف پوره کولو لپاره لوبغالي ته راښکته شوه

د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې له لوري هينريچ کلاسن، بهانشوار کومار او مينک مارکنډا ښه توپ وهنه وکړه. کلاسن په ۴۴ توپونو ۶۴ منډې، کومار په ۲۶ توپونو ۲۷ منډې او مارکنډا په ۹ توپونو ۱۸ ناسوزيدلې منډې جوړې کړې. د حيدراباد لوبډلې د ۲۰ اورونو له لوبولو وروسته ۱۵۴ منډې جوړې کړې، ۹ لوبغاړي يې وسوزيدل او لوبه يې د ۳۴ منډو په توپير وبايلله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې مومبيي لوبډلې، ګجرات لوبډلې ته ماتې ورکړه

ګجرات ټايټنس لوبډلې په دې بريا سره د آی پي اېل سياليو بل پړاو ته لار وموندله.

د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري محمد شمي، موهيټ شرما او ياش ډيال ښه توپ اچونه وکړه. شمي په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي يې وسوزول، شرما په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او ۴ ويکټې يې ترلاسه کړې او ډيال په ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې راجستان لوبډلې، کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې غوره لوبغاړی شبمن ګيل ونومول شو چې ښه توپ وهنه يې وکړه.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې لکنو سوپر جاينټ لوبډله له ممبيي انډينس سره لوبه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button