نړۍ خبرونه

د هند د بهرنیو چارو وزیر ولې اندېښمن دی؟

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر مسکو ته په سفر کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په کتنه کې وايي که چېرې نړۍواله ټولنه د افغانستان وضعیت ته پاملرنه ونه کړي د ترهګرۍ مسله به د اندېښنې وړ وي.

جې شنکر

نوموړي له خپل روسي سيال سره په يوه ګډه خبري غونډه کې له افغانستان سره د بشرپاله مرستو پر دوام ټینګار کوي. د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر زیاتوي:«نړۍواله ټولنه له معتبرو دلیلونو سره د هغې ترهګرۍ او ترهګرو په اړه اندېښنه لري، چې له افغانستانه په بهر کې فعاليت کوي. بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې خبري ناسته کې وايي، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته راتلونکې اوونۍ جوړېږي

سرګي لاوروف

د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف هم څرګنده کړه:«موږ د افغان حکومت له استازو هېڅ پټې پرېکړې نه کوو. موږ به د غونډې پايلې د اسلامي امارت له مسوولينو او ټولو سياسي ډلو سره شريکې کړو. د هند د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه هم اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې نوي ډیلي له افغانستان سره خوراکي او روغتیايي مرستې کړي او لا هم هڅه کوي چې د دغه هېواد له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي

نور یی ولوله |د پاکستان له بندخونو د افغان کډوالو د ازادولو لپاره د اسلامي امارت هڅې

نور یی ولوله |د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د مسک عینک پروژې لپاره ۲۰۰ زره نوي کسان ګمارو

اسلامي امارت

له بلخوا اسلامي امارت وايي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د افغانستان د پولو د امنیت په اړه ډاډ ورکوي. د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي وايي:«زموږ پولې او سرحدونه د هر بل وخت پرتله ډېر خوندي شوي دي، هغه اندېښنې چې په دې برخې کې څرګندېږي، د ناسمو معلوماتو پر بنسټ دي او په دې برخه کې کوم اسناد او شواهد شتون نه لري. تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړې استازي، ضمير کابلوف ويلي وو، چې د اسلامي امارت استازي به، د مسکو په غونډه کې ګډون ونه کړي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button