د هوا پېژندنې ادارې خبرداری؛ په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلونو اټکل

د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ښيي چې نن (دوشنبه، د اسد ۵مه) د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تیزو بادونو او ناڅاپي سېلونو د راوتلو احتمال شته. چارواکو له خلکو غوښتي چې د احتمالي خطرونو پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې ویلي، په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې به د پام وړ بارانونه وشي او د ورښت اندازه به د ۱۰ تر ۲۵ میلیمترو پورې وي.
په کومو سیمو کې د سېلونو خطر ډېر دی؟
د هوا پېژندنې ادارې خبرداری زیاتوي چې د یادو ولایتونو په غرنیو او سیندیزو سیمو کې د ناڅاپي سېلونو د راوتلو امکان شته، ځکه د لنډ وخت په اوږدو کې د بارانونو زیاتوالی د اوبو د چټک جریان سبب کېدای شي. د هوا پېژندنې ادارې خبرداری
ادارې له سیمهییزو اوسېدونکو، مسافرو او بزګرانو غوښتي چې د سیندونو، خوړونو او هغو سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.
د بادونو د چټکېدو وړاندوینه
د هوا پېژندنې ادارې خبرداری دا هم څرګندوي چې په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې به د باد سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې ورسېږي، چې ښايي د دوړو توپانونه او د لید کچه هم کمه کړي.
نورستان لا هم د وروستیو سېلابونو له ناورین سره مخ دی
دغه خبرداری په داسې وخت کې خپرېږي چې نورستان لا هم د تېرې اوونۍ د مرګونو سېلابونو له سختو اغېزو سره مخ دی.
د نورستان د والي مرستیال فیصل مختار ویلي، د وروستیو سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰ تنو اوښتی، تر اوسه د ۲۰ کسانو جسدونه موندل شوي او لږ تر لږه ۱۰ کسان لا هم ورک دي، چې د ژغورنې ډلې یې د موندلو هڅې روانې ساتي. د هوا پېژندنې ادارې خبرداری
د چارواکو په وینا، دغو سېلابونو د نورستان په مرکز کې شاوخوا ۱۰ مارکیټونه، له ۹۰ څخه ډېر دوکانونه، اووه کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي او ۸۲ نور کورونه یې زیانمن کړي دي.
ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو اړتیا یاده کړې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، د نورستان وروستیو سېلابونو زرګونه کسان اغېزمن کړي او اوس د سرپناه، خوراکي توکو، پاکو څښاک اوبو، روغتیايي خدمتونو او حفظالصحې په برخو کې بېړنیو مرستو ته اړتیا شته.
مرستندویه ادارې وایي، د نورستان غرنی جغرافیه او د سړکونو نشتوالی زیانمنو سیمو ته د ژغورنې او بشري مرستو رسولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو له ګواښ سره مخ دی
کارپوهان وایي، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دي. په وروستیو کلونو کې ناڅاپي سېلابونه، وچکالۍ او نورې سختې طبیعي پېښې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو د مرګژوبلې او درنو اقتصادي زیانونو لامل شوې دي.
د همدې لپاره د هوا پېژندنې ادارې خبرداری له خلکو غواړي چې د هوا د وروستیو وړاندوینو څارنه وکړي او د اړوندو ادارو سپارښتنې جدي ونیسي، څو د احتمالي زیانونو مخه ونیول شي.



