سفر خبرونه

د هېواد کونسلي استازولۍ: د ټول‌شموله حکومت نه شتون له هېواده د کډوالۍ لامل دی

د افغانستان ډیپلوماټیکې او کونسلي استازولۍ له هېواده د خلکو غیر قانوني کډوالي لامل د ټول‌ګډونه حکومت نه شتوالی دی

د کډوالۍ له نړیوالې ورځې سره سم له افغانستان په لویه کچه غیرقانوني کډوالي د سیمه‌ییزو هېوادونو او نړیوالو لپاره یوه اندېښمنوونکي مسئله ده.

په ورته مهال، د هېواد ډیپلوماتیکو او کونسلي استازولیو د افغان کډوالو د ناوړه وضعیت په تړاو هم اندېښنه ښودلې ده.

دغو استازولیو پنجشنبه د غبرګولي پر۳۱ مه، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، د دغې ډلې لخوا د سختو ځپلو، ځورونو او د بشري حقونو د پراخ نقض له امله بې شمېره کسان له افغانستانه تېښتې ته اړ شوي دي.

له کوربه هېوادونو غوښتنه

په اعلاميه کې راغلي چې کوربه هېوادونه بايد په افغانستان کې د خطرناکو شرايطو په درک کولو سره د پناه غوښتونکو او کډوالو د حقونو د خوندي کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

نور ولولئ:  اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

نور ولولئ:  اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

د اعلامیې په متن کې راغلي: «د دې ټکي درک کول مهم دي چې په افغانستان کې له یوه ټولګډوني او استازي سیسټم پرته چې  د  ټولو خلکو حقونه، امنیت او اساسي خدمات تضمین کړي، د پناه غوښتونکو د بهیر د مخنیوي هڅې به ننګوونکې کوي.»

afghan (57)
افغان کډوال

د افغانستان ډیپلوماټیکو او کونسلي استازولیو په ډاګه کړې، چې د افغان کډوالو کوربه هېوادونه باید د هغوی په ځانګړې توګه د هغو کسانو د جبري اېستلو بهیر ودروي، چې له خطر سره مخ دي.

افغان کډوالو ته د کاري فرصتونه برابرېدل

د خوندي ترانزیتي لارو رامنځته کول، د بیا میشتیدنې د لارو اسانه کول، د پناه غوښتنې د دوسیو د  د ارزونې بهیر ګړندي کول او د کاري او تحصیلي فرصتونه برابرول د دغو استازولیو له نورو غوښتنو دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح  کېږي چې پاکستان او ایران تېر کال زرګونه افغان کډوال او پناه غوښتونکي و اېستل.

نن پنجشنبه د غبرګولي ۳۱مه چې د جون له ۲۰مې سره برابره ده، د کډوالو نړیواله ورځ ده.

په همدې حال کې د جرمني کورنیو چارو وزیرې هم ویلي چې له دغه هېواد به اسلامي توندلاري افغانان وباسي.

د جرمني مدني ټولنو او بشري حقونو سازمانونو ویلي چې د جرمني دغه اقدام به په دغه هېواد کې پناه اخیستونکي له ګڼو ستونزو او حتی په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ګواښ سره مخامخ کړي.

جرمني د ځینو افغانانو له جنایتونو وروسته دغه پرېکړه کړې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button