اقتصاد او سوداګري

د وسپنې پټلۍ؛ په یوه اوونۍ کې د ۱۷۰ زره مټریک ټنه توکو د لېږد رالېږد خبر ورکړل شو

ټولګټو وزارت وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۷۰ زره مټریک ټن توکي لېږدول شوي دي. په دغو انتقالاتو کې صادرات او واردات شامل دي چې د هېواد په اقتصادي ثبات کې مهم رول لوبوي.

د افغانستان د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد د وسپنې پټلۍ بېلابېلو مسیرونو له لارې په لوړه کچه سوداګریز عملیات ترسره شوي دي. د رسمي شمېرو له مخې، په دې موده کې ټولټال ۱۷۰ زره او ۶۲۶ مټریک ټن انتقالات شوي دي.

ca transport 6

د وسپنې پټلۍ، د بندرونو په کچه د انتقالاتو جزیات

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، په خپله ایکس پاڼه کې د دغو انتقالاتو تفصیلي جزیات خپاره کړي دي. د هغه په وینا، دغه لېږد رالېږد په لاندې ډول په څلورو مهمو بندرونو کې ترسره شوی:

د حیرتان بندر: ۱۱۳،۳۵۱ ټنه

د تورغونډۍ بندر: ۱۹،۵۴۴ ټنه

د خواف – هرات مسیر: ۲۴،۷۶۱ ټنه

د آقینې بندر: ۱۲،۹۷۰ ټنه

دا ارقام ښيي چې د حیرتان بندر لا هم د افغانستان لپاره یو له خورا بوختو او مهمو سوداګریزو لارو څخه دی.

eecf69d5c4e05cec5b280c3cd4651775

د وسپنې پټلۍ، د صادراتو کچه او ډول

د یادو انتقالاتو یوه برخه د افغانستان کورني تولیدات او صادرات جوړوي. په تېره یوه اوونۍ کې ۳۲۰ ټنه توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. په صادراتي توکو کې زیاته برخه وچه مېوه او بېلابېلې معدني ډبرې شاملې وې، چې د هېواد د عوایدو په زیاتوالي کې مستقیمه اغېزه لري.

Trans asian railways 1

اقتصادي ثبات او د وسپنې پټلۍ اهمیت

محمد اشرف حق‌شناس ټینګار کړی چې د وسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو چټکتیا او د کچې لوړېدل یوازې د سوداګرۍ پراختیا نه ده، بلکې دا په هېواد کې د کاري فرصتونو د برابرېدو، د ملي عوایدو د لوړېدو او بلاخره د اقتصادي ځان بسیاینې لامل ګرځي.

دا هم ولولئ:  طالبانو په درنو مالیاتو کې کمښت راوست

ټولګټو وزارت ژمنه کړې چې د هېواد د ریل پټلۍ شبکې له لارې به سوداګرو ته نور اړین اسانتیاوې برابرې کړي او هڅه کوي چې د لېږد رالېږد بهیر لا شفاف او ګړندی وساتي. دا هڅې د افغانستان د ترانزیټي مرکز په توګه د بدلولو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button