ويټامین سي هغه مواد دي چې که په وجود کې کمبود وکړي، نو ډېری روغتیايي ستونزې پیدا کېږي
وسپنه یو مهم عنصر دی چې د بدن په مهمو فعالیتونو په ځانګړې توګه د وینې سرو کرویاتو په تولید کې نقش لري چې اکسیجن د بدن غړیو ته رسوي.
د ویټامین سي اخیستل که هغه د خواړو او یا هم بشپړوونکو دواګانو د لارې وي په وجود کې د وسپنې جلبولو سبب کیږي. له همدې کبله هغوي چې په خوراکي رژیم کې یې غوښه نشته، باید دې ټکي ته پام وکړي ځکه چې د انسان د وجود د وسپنې ډیر کموالی د حیواني سرچینو د لارې تر لاسه کیږي، په ځانګړې توګه د غوښې څخه.
نور ولولئ: د انسان په بدن کې د ویټامین ډي رول
په طبي څیړنو کې دا هم څرګنده شوې چې د ویټامین سي اخیستل د وینې کمیدو له کبله پیدا شوي خطرات کموي چې د وسپنې له کموالي پیدا کیږي.
د معافیتي سیستم غښتلتیا او ورته ګټه رسول
یو دلیل چې ډیر خلک د وټامین سي په هکله فکر کوي او اخیستل یې ضروري بولي، د وجود معافیتي سیستم قوي کول دي.
په طبي څیړنو کې معلومه شوې چې د ویټامین سي مصرف کول وجود دیته هڅوي چې د بدن په دفاعي سیستم کې د وینې سرې او نورې ضروري حجرې تولید کړي. همدا حجرې د مکروبونو سره مقابله کوي او د بدن ساتنه کوي.
نور ولولئ: تاسو د ویټامین سي له ګټو خبر یاست؟
ویټامین سي همدارنګه د وینې سپینو حجراتو د ښه توب سبب کیږي او همدا حجرې د رادیکالونو په شان د مضرو مالیکولونو څخه ساتي. په طبي څیړنو کې معلومه شوې چې ویټامین سي په د ټپونو د رغیدو چارې چټکوي او برعکس په وجود کې ددې ویټامین کموالی ددې سبب کیږي چې ټپونه ژر جوړ نشي.
د حافظې په ښه کېدو د ویټامین سي رول
په طبي څیړنو کې معلومه شوې چې د اکسیداتیف فشار او مغز سره نږدې ګزکونه، نخاع شوکي او عصبي رشتې د حافظې او سوچ کولو او نورو فعالیتونو کې د ستونزو پیدا کیدو سبب کیږي.
خو دا چې ویټامین سي قوي انټي اکسیدانتي خاصیت لري، د دې حالت مخنیوی کوي او په نهایت کې د حافظې او تفکر قوت په ځانګړې توګه د پاخه عمر کسانو کې لوړوي.
په طبي څیړنو کې معلومه شوې هغه کسان چې د حافظې او پیژندنې نورو فعالیتونو په اختلال اخته دي، په عمومي توګه یې په وینې کې ویټامین سي لږه وي. آن په ځینو څیړنو کې ویل شوي چې ویټامین سي د وجود معافیتي سیستم د لارې د زکام او ریزش په شان ناروغیو مخنیوي هم کوي.
نو کله چې د بدن په روغتیا کې ویټامین سي ښه رول لري، نو موږ باید په خوړو کې د ویټامین سي لرونکو خوړو ته زیات پام وي او هره ورځ کې د خوړو په جدول کې زیات کړو.