د وټساپ نوي ځانګړتیاوې؛ څلور مهم فیچرونه چې د کاروونکو تجربه لا اسانه کوي

واټساپ د خپلو کاروونکو لپاره څلور نوې ځانګړتیاوې اعلان کړې چې موخه یې د پیغام رسونې تجربه نوره هم اسانه او پرمختللې کول دي. د د وټساپ نوي ځانګړتیاوې په لړ کې په آیپډ کې د خپلواک حساب جوړول، د موټر چلولو پر مهال هینډزفري کارونه، د PDF فایلونو اسانه کارول او په سټېټس کې د موسیقۍ شریکول شامل دي.
په آیپډ کې د وټساپ خپلواک حساب
د د وټساپ نوي ځانګړتیاوې له مخې، آیپډ کاروونکي به نور اړ نه وي چې خپل حساب له آیفون یا بل موبایل سره ونښلوي. اوس به هغوی وکولای شي په مستقیم ډول په آیپډ کې نوملیکنه وکړي، خپل حساب فعال کړي او له ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي.
دا بدلون د هغو کسانو لپاره مهم ګڼل کېږي چې د ورځنیو کارونو لپاره له آیپډ څخه ډېر استفاده کوي.
د موټر چلولو پر مهال هینډزفري اسانتیا
واټساپ د Apple CarPlay او Android Auto لپاره هم نوې اسانتیاوې معرفي کړې دي.
د دغو فیچرونو له لارې به کاروونکي وکولای شي د موټر چلولو پر مهال:
پیغامونه واوري او د غږ له لارې یې ځواب کړي.
ټیلیفوني اړیکې ونیسي.
د زنګونو مخینه وګوري.
د موټر له سکرین څخه خپلو مهمو اړیکو ته چټک لاسرسی ولري.
دا ځانګړتیا د موټر چلولو پر مهال د خوندي اړیکو لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د PDF فایلونو کارول نور هم اسانه شول
واټساپ د PDF فایلونو په برخه کې هم مهم بدلونونه راوستي دي.
کاروونکي به اوس وکولای شي د PDF فایلونه د اپلېکېشن دننه، پرته له دې چې لومړی یې ډاونلوډ کړي، پرانیزي. سربېره پر دې، د فایلونو د هایلایټ کولو، یادښتونو لیکلو او ځینو نورو سمونونو اسانتیاوې هم پکې برابرې شوې دي.
په سټېټس کې د موسیقۍ شریکولو نوې اسانتیا
د د وټساپ نوي ځانګړتیاوې له مخې، هغه کسان چې Apple Music یا Spotify کاروي، اوس کولی شي هغه سندره چې اوري، په مستقیم ډول د واټساپ په سټېټس کې له خپلو ملګرو سره شریکه کړي.
دا فیچر کاروونکو ته دا زمینه برابروي چې خپله خوښېدلې موسیقي په څو ثانیو کې له نورو سره شریکه کړي.
دا فیچرونه کله فعالېږي؟
واټساپ ویلي چې یادې ټولې نوې ځانګړتیاوې به په تدریجي ډول د نړۍ د ټولو کاروونکو لپاره فعالې شي.
کارپوهان باور لري چې د وټساپ نوي ځانګړتیاوې به د پیغام رسونې، د اسنادو شریکولو او د څو بېلابېلو وسیلو ترمنځ د واټساپ کارول تر پخوا ډېر اسانه او اغېزمن کړي.



