د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا ربانی کهر په یو ورځنی سفر کابل ته راغلې
د پاکستاني پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر کوي
ټاکل شوې چې سبا (سې شنبې، د لیندۍ په ۸مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیزې حنا رباني په مشرۍ یو جګپوړی پاکستانی پلاوی، کابل ته راشي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پلاوی به پر دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړې توګه، د ښوونې، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې وکړي.
د اسلام اباد او کابل اړیکې :
له اسلام اباد سره د کابل د اړیکو پیاوړتیا او د افغانستان له خلکو ملاتړ د دغه سفر موخې یادې شوې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوې برخې کې راغلي دي:«په بهرنیو چارو کې به د دولت وزیره دغه راز په افغانستان کې د سولې د پیاوړتیا او د سوکالۍ د زیاتېدو لپاره د پاکستان پر دوامدارې ژمنتیا او ملاتړ ټينګار وکړي، په پاکستان کې خبریال طاهر خان په دې هکله وویل:«شونې ده چې د سرحدونو امنیت هم یوه موضوع وي، د سوداګرۍ موضوع ځکه مهمه ده چې حنا رباني کهر له دې سفر مخکې د مالیې له وزیر سره خبرې اترې کړې وې
نور یی ولوله | ایا شاهین افریدي په غلني ډول واده کړی؟
نور یی ولوله | د فرانسې او تاجکستان ولسمشرانو ته د اسلامي امارت غبرګون
پاکستاني پلاوي :
د دغه پاکستاني پلاوي په ترکیب کې به د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی او د دغه هېواد د ځينو وزارتونو استازي په ځانګړې توګه د مالیې وزارت استازي هم کابل ته راشي. د سیاسي چارو ځيني شنونکي افغانستان ته د دغه پاکستاني پلاوي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو په چاره کې مهم بولي. د سیاسي چارو شنونکی محمد حسن حقيار څرګندوي:«دا افغانستان او پاکستان لپاره مهمه ده، له پاکستان سره اړیکې یوازې د افغانستان لپاره مهمې نه دي، بلکې پاکستان د افغانستان پرتله د افغانستا اړیکو ته ډېره اړتیا لري
د سیاسي چارو شنونکی عبدالجمیل شیراڼی هم وايي:«له هر هېواده د جګپوړي پلاوي راتلل د افغانستان لپاره م یو ښه خبر دی او په خپله پاکستان او سیمې ته هم. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې ورځې ناوخته د دې پخلی وکړ چې د سې شنبې په ورځ یو پاکستان پلاوی کابل ته راځي
پاکستاني چارواکي دغه سفر په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. حنارباني په لومړي ځل په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وه، کابل ته راغله او له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې وکتل