سیاستسیمه

د پاکستان صدراعظم او پوتین له یو او بل سره کتلي

اړوند خبرونه: 

ولادیمیر پوټین: اوکراین دې له ۴ سیمو ځواګونه وباسي، روسیه به اوربند وکړي

ناټو د “اوکراین پلان” لپاره د ۱۰۰میلیارد ډالرو پر ورکړې بحث کوي

امریکا به اوکراین ته د جرمني په څېر غښتلی هوايي دفاعي سېستم ورکړي

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره د شانګهای غونډې په څنډه کې له یو بل سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر د ترانس – افغان په اړه غږېدلی او دا یې د سیمې د سوکالي عامل بللی دی.

شهباز شریف او ولادیمیر پوتین پر دې سربېره پر ځینو نورو مسایلو هم خبرې کړې او په سیمه کې یې وروستي تحولات ارزولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ترانس – افغان به روسیه او بیلاروس د قزاقستان، ازبکستان او افغانستان له لارې له پاکستان او جنوبي اوبو سره وصل کړي.

تر دې مخکې طالبانو هم دا طرحه د سیمې د سوداګرۍ لپاره کلیدي بللې وه، خو ټینګار یې کړی و چې د افغانستان له ګډون پرته به عملي نه‌شي.

د ویلو ده چې د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې پر افغانستان او د سیمې پر وروستي وضعیت بحثونه شوي او همداراز د نړۍ پر سوداګریزو تحولاتو خبرې شوې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button