د پاکستان پولیسو عمران خان نيولی
د پاکستان پولیسو تایید کړې ده چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزير عمران خان یې نیولی دی
عمران خان د سه شنبې په ورځ د مې مياشتې په نهمه نېټه چې د غوايي مياشتې له ۱۹ مې نېټې سره سمون خوري، د پاکستاني پوليسو له لوري نيول شوی.
عمران خان د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې پر هغه باندې د لګېدلو تورونو په قضیه کې محکمې ته د حاضرېدو پر وخت نیول شوی دی.
د اسلام اباد پولیسو په خپل ټویټر حساب کې لیکلي:” عمران خان د القادر ټرسټ په قضيه کې ونیول شو. حالات د معمول مطابق دي. ۱۴۴ مه ماده پر ځای ده. که څوک سرغړونه وکړي پرضد به یې اقدام کیږي.”
نور ولولئ: رانا ثناالله: د عمران خان نیول نه بلکې محکمې ته حاضرېدو ته اړیستل غواړو
د پاکستاني مطبوعاتو او رسنيو د مالوماتو په اساس، د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله تېر کال په عمران خان او د هغه په مېرمن تور لګولی و چې د اسلام اباد د بحريه ښارګوټي د مالک ملک رياض سره یې د د دغه ښارګوټي په بدل کې د القادر ټرسټ ځمکه ترلاسه کړې وه.
په پاکستاني تلویزیونونو او ټولنيزو رسنيو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې عمران خان د محکمې مخې ته د پولیسو په موټر کې کښېنول شوی او له هغه ځایه لېږدول کیږي
دا چې نوموړي چیرې لېږدول شوی، تراوسه يې په اړه مالومات ندي ورکړل شوي. د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د هغه نیول کېدل تاييد کړي دي.
د تحريک انصاف ګوند يو مشر فواد چودري د ټويټر په یو پیغام کې پر خلکو غږ کړی چې د احتجاج په توګه له کورونو راووځي. خو د پاکستان د قانون د ۱۴۴ مې مادې له مخې، له څلورو د زیاتو کسانو په راټولېدلو باندې بندیز دی.
نور ولولئ:د لاهور محکمې د عمران خان د نیولو پلان نور هم وځنډاوه
پاکستاني تلویزیونونو وښودله چې د عمران خان د نیول کېدو پر وخت د هغه د سلګونو پلویانو او پولیسو تر منځ اخ او ډب پیښیږي
د عمران خان له نیول کېدو یوه ورځ وړاندې د پاکستان پوځ نوموړي ته له هغه وروسته خبرداری ورکړ چې د بې اساسه تورونو لګولو څخه ډډه وکړي چې هغه یو ځل بیا یو لوړ پوړی افسر د نوموړي د وژلو د پلان په جوړولو تورن کړ.
نور ولولئ: د عمران خان د نیولو په عملیاتو کې د پولیسو او خان د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی شوی
څه موده وړاندې هم د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان د نيولو هڅې شوې وې خو پاکستاني پوليس نه و توانيدلي چې نوموړی ونيسي.